1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا د زيانونو ترڅنګ مځکي او طبيعت ته هوسايي وربخښلې

۱۳۹۹ مرداد ۱۰, جمعه

انسانانو او د نړۍ اقتصاد ته د کرونا د منفي عواقبو په اړه ډير رپوټونه خپاره سوي دي. خو د کرونا ټول عواقب منفي نه دي. ويل کيږي چي د صوتي ککړتيا د اندازې له ثبت راهيسي، مځکي تر اوسه پوري دومره هوسايي او آرامي نه وه ليدلې.

https://p.dw.com/p/3gECX
Spannungskopfschmerzen und Migräne
انځور: picture-alliance/R. Kremming

د «ساينس» په نامه علمي مجلې د کرونا او له امله يې پر صوتي ککړتياو باندي د محدوديتونو د اغېز په اړه يو رپوټ خپور کړی. دغه رپوټ د نړې له ۱۱۷ هيوادونو پر ارقامو ولاړ دی. هغه ارقام چي د صوتي ککړتياوو د معلومولو له مرکزونو څخه په لاس راغلي.

د کرونا د خپريدو د مخنيوي له پاره چي کوم محدوديتونه د دولتو له خوا وضع سوي دي، د دې باعث سول چي د لويو ښارونو سړکونه له خلکو او موټرانو څخه خالي سي، د الوتکو د پروازونو شمير سخت راکم سي او د ريلګاډو پر پټليو هم ډير کم ريلونه حرکت وکړي. د ساينس د رسنۍ په رپوټ کي راغلي دي چي د صوتي ککړتيا له ثبت راهيسي مځکي دومره هوسايي نه وه ليدلې.

حتي هغه مرغان چي د هوا د ککړتيا له امله يې لوي ښارونه پرې ايښي ول، بيرته خپل د استوګني پخواني ځايونو ته ستانه سوي.

نيويارک او سينګاپور

د دغه رپوټ په حواله د صوتي ککړتيا راکميدل په لويو ښارونو لکه نيويارک او سينګاپور کي د نړۍ د نورو لويو ښارونو په مقايسه ډير احساس کيږي. همدارنګه د نړۍ په نورو سيمو کي هم د مځکي هوسايي ترسترګو سوې ده.

ويل کيږي چي حتي د مځکي کښتني قشر هم آرام سوي. د ساينس رسنۍ خپل د رپوټ په ادامه حتي د کرونا د ډير شيوع پروخت د مځکي د صوتي ککړتيا په هکله هم نقشې طرحه کړي دي. دغه ډول نقشې د جنورۍ او فبرورۍ په اوايلو کي په چين کي د صوتي ککړتيا کمښت ښيي. پس له هغه په اروپا او په مارچ مياشت کي په امريکا او نوره نړۍ کي د صوتي ککړتيا کمښت ترسترګو کيدای سي.

د کرونا د خپريدو پر وخت د صوتي ککړتيا په اړه د محاسبه کولو رپوټ د بلجيمي جيولوژيست توماس لکوګ او نړيوالو کارپوهانو له خوا جوړ سوی دی. دغه رپوټ زياتوي چي د مځکي د صوتي ککړتيا اندازه د کرونا شيوع د اوج پر وخت، د تيرو دورو په پرتله ۵۰ سلنه راکمه سوې.

هغه ارقام چي په نوموړي رپوټ کي ورکړل سوي دي، د نړۍ له ۱۱۷ هيوادونو څخه راټول سوي او د صوتي ککړتيا د مرکزونو له خوا چي زلزلې هم محاسبه کوي، ثبت سوي دي.

زموږ له آرشیف څخه: