1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کروشيا: کډوال په «لږ تاوتريخوالي» سره په شا تمبول کيږي

۱۳۹۸ تیر ۲۳, یکشنبه

ډېره موده کروشيا انکار کاوه چې کډوال ګاونډي هېواد بوسنيا هرسګوينا ته په اجباري توګه اخراجوي. خو د کروشيا ولسمشرې اوس په يوه تلويزيوني مرکه کې ويلي: دغه ډول اخراجونه صورت نيسي.

https://p.dw.com/p/3M3WS
	
Bosnien und Herzegowina | Flüchtlinge auf der Balkanroute
انځور: DW/A. Kamber

د اروپايي ټولنې غړی هېواد کروشيا يو مهم هدف لري، يعنې دا چې هڅه کوي د شېنګن د ساحې غړيتوب هم تر لاسه کړي. خو د آلمان د هامبورګ او سويل ختيځې اروپا د دوبروفنيک ښار تر منځ پرته د شېنګن په ساحه کې د بې سرحده سفرونو بيه به بيا څوک پرې کوي؟ په تېرو دولسو مياشتو کې لا زياته څرګنده شوه چې: ډېر داسې رپوټونه شته چې د کروشيا پوله ساتي پوليسو له کډوالو سره د تشدد او تاوتريخوالي ډک چلن کړی دی. دغو کډوالو هڅه کړې وه چې د بوسنيا او کروشيا تر منځ له ګډې پولې څخه په غير قانوني تېر شي. داسې برېښي چې د اروپايي ټولنې د بهرنيو پولو کروشيايي ساتونکي له تشدد او زور څخه درېغ نه کوي: د رسنيو داسې راپورونه شته چې د ماشومانو په ګډون ډېر کډوال د کمرو مخکې خپل هغه ټپونه ښيي چې پوليسو ښايي وراړولي وي.
د کروشيا ډېرۍ رسنيو په دغې تراژيدۍ يا غميزې باندې چې له پلازمېنې زاګرېب څخه څه کم ۱۵۰ کيلومتره لرې واقع شوې ده، سر هم ګرولی نه دی. د کروشيا د کورنيو چارو وزارت له بوسنيا هرسګوينا سره د پولې په اوږدو کې د مهاجرو د ربړونې او د هغوی د په شا تمبولو يعنې د غير قانوني اخراج پېښې رد کړې دي.

انکار په زاګرېب، چوپتيا په بروکسل کې

د بخښنې نړيوال سازمان د دغو تدابيرو په وړاندې د بروکسل پر چوپتيا باندې هم انتقاد وکړ. د بشري حقونو د ساتنې دغه سازمان په يوه بيانيه کې ليکلي: «اروپايي هېوادونه د کروشيا د پوليسو له شريرو بريدونو څخه سترګې پټوي او د هغوی فعاليتونه تمويلوي هم».
د هغه وخت راهيسې چې د سويس د «اس ار اف» تلويزيوني چېنل خبريالانو په می مياشت کې د کروشيا او بوسنيا د پولې په اوږدو کې د غير قانوني اخراجونو فلمونه اخيستي دي، اوس د کروشيا د چارواکو له پاره سخته شوې ده چې دغه کارونه پټ وساتي او جديتوب يې هم کم وښيي. خو د کروشيا ولسمشره، کوليندا ګرابر کيتاروويچ، د جولای په پيل کې د پولې په اوږدو کې داخلي خبريالانو ته وويل: «کله چې څوک له دغې ستختې ساحې څخه تېريږي، نو عادي ده چې پوست يې وګريږي او شين شي او ټپونه هم رامنځ ته کيږي. تاسو بايد په دې فکر وکړئ کله چې کوم بل وار زموږ د پوليسو د تاوتريخوالي په اړه کيسې اورئ. هغوی شرير او تاوتريخجن نه دي چې زه يې تضمين کوم.»

Aktivisten kämpfen gegen Gewalt an Migranten
په کروشيا کې د وهل او ډبول شوو کډوالو عکس چې فعالينو په لندن کې ښوولی دیانځور: picture-alliance/P. Macek

هغه مهال هم ويل کېدل چې په زور خلک نه ايستل کيږي. ولسمشرې دغه عمومي ادعا هم وکړه چې ورغلي دغه کسان مهاجر نه، بلکې اقصتادي مهاجران دي.

د کمرې مخکې اعتراف

خو له «اس ار اف» چېنل سره، يو څو ورځې وروسته په مرکه کې ګرابر کيتاروويچ له سويس څخه د ليدنې پر مهال اعتراف وکړ چې د کروشيا پوليس دغسې اخراجونه تر سره کوي. کوليندا ګرابر کيتاروويچ د کمرې په مخکې وويل: «ما د کورنيو چارو له وزير، د پوليسو له مشر او په سيمه کې له پوليسو هم معلومات وغوښتل، او هغوی ما ته ډاډ راکړ چې له ډېر تاوتريخوالي کار نه اخلي. طبعا يو څه تاوتريخوالی پکار دی کله چې هغوی خلک اخراجوي.» هغې په دې ترتيب هغه څه تائيد کړل چې نور کروشيايي سياستوال يې د مياشتو راهيسې ردوي.
يلېنا سېسار چې د بخښنې نړيوال سازمان کارکوونکې ده، د کروشيا د ولسمشرې دغه خبرې له دويچه ويله سره په خبرو کې «ټکان ورکوونکې» وبللې او ويې ويل: «د نړيوالو حقوقو او د ارويايي ټولنې د قوانينو له مخې ډله يزه شړنه او دغسې اجباري اخراجونه همېشه غير قانوني دي.»
د هغې په خبره دا يوه رسوايي ده چې د کروشيا ولسمشره څنګه کوښښ کوي چې د «پوش بېک» په نوم اجباري اخراج يو قانوني کار وبولي او «لږ څه تاوتريخوالی» هم توجيه کړي. د بخښنې نړيوال سازمان غواړي چې اروپايي کميسيون بايد پر کروشيا فشار وارد کاندي څو دغه تدابير د کروشيا او بوسنيا پر پولې ودرول شي. اروپايي کميسیون د دویچه ويله له خوا د کوليندا ګرابر کيتاروويچ د څرګندونو په اړه کړې پوښتنې ته يوازې دا ځواب ورکړ چې په دې باندې تبصره نه کوي. 
د اروپا پوله ساتونکی هېواد

Gewalt gegen Flüchtlinge an  bosnisch-kroatischer Grenze
ډېرو کډوالو ته ټپونه وراوښتيانځور: DW/A. Kamber
Schweiz Besuch der kroatischen Präsidentin Kolinda Grabar-Kitarovic in Bern
د کروشيا ولسمشره ګرابر کيتاروويچ له سويس څخه د ليدنې پر مهالانځور: picture-alliance/AP/Keystone/P. Klauzner

تقريبا يو کال مخکې لا معلومه وه چې کروشيا «د اروپايي ټولنې د پوله ساتي» په توګه خپل نوی رول جدي ګڼي. د آلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل او د دغه هېواد د کورنيو چارو د وزير، هورست زېهوفر، تر منځ د کډوالۍ د سياست په اړه د لانجې پر مهال، د کروشيا د کورنيو چارو وزير، داوور بوژينوويچ، برلين ته سفر کړی وو. له زاګرېب څخه راغلې دې مېلمه يو کال مخکې په وياړ سره وويل: «کروشيا، او په دې هر څوک پوهيږي، د اروپا په دغه برخه کې تر ټولو غښتلي سرحدي پوليس لري.» هغه په عين وخت کې د دې څخه پلويتوب هم کاوه چې کروشيا دې په بدل کې د شېنګن د ساحې غړيتوب تر لاسه کړي. دا په داسې حال کې ده چې د «پوش بېک» يا اجباري اخرج پېښې له «لږ څه تاوتريخوالي» سره د کروشيا او بوسنيا د پولې په اوږدو کې لا دوام لري. 

نېناد کرايڅر/ن ص/ا ا