کرزی په يو دوه ورځنی سفر پاکستان ته تللی
۱۳۸۶ دی ۵, چهارشنبهاعلان
د خپل سيال پرويز مشرف سره د خبرو موضوع په تيره بيا د القاعدې او طالبانو د اورپکو په وړاندي د گډي پولې په اوږدو کي جگړه ده. د پاکستان سرحدي او قبايلي سيمي د تروريستانو دپاره د شاتگ او ځان پټولو ځايونه بلل کيږي چي له امله يې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکي خړي پړي سوي دي. کرزی او مشرف همدارزا غواړي چې د اقتصادي اړيکو د زياتولو په هکله هم سره وږغيږي.