1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: په افغانستان کي د ناټو ماموريت ناکامه وو

dpa,tagesschau.de۱۳۹۳ اسفند ۴, دوشنبه

د افغانستان د مخکني ولسمشر حامد کرزي په نظر په دغه هيواد کي د ناټو جنگي ماموريت د په زرونو قربانيو سره سره هم ناکامه وو. هغه د قربانيانو له کورنيو سره غمشريکي ښوولې ده.

https://p.dw.com/p/1EftB
انځور: Reuters

د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي په کابل کي د آلمان له لومړي تلويزيوني چينل(ARD) او «dpa» خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي دي: «دا چي دغه قربانۍ به د يو ښه کار له پاره وې، که موږ ميدان گټلی دئ او يا که مو نتيجه ليدلې ده، زه ئې په اړه په بل نظر يم.»

بنسټپالنه ډېره سوې

کرزي په دغه مرکه کي ويلي دي چي د نړيوالو د جنگي ماموريت په اړه منفي نظر لري خو د ملکي مرستو څخه ئې منندوی دئ.

کرزي ويلي دي، چي امريکا متحد ايالات او ناټو افغانستان ته د دې له پاره راغلي ول چي له تروريزم، افراطيت او بنسټپالني سره مبارزه وکړي. خو دوی دلته خپل هدف له لاسه ورکړ: «بنسټپالنه ورکه سوې نه ده، بلکي نوره هم ډېره سوه. اوس په نړۍ کي د بنسټپالني دومره ستونزدي دي، چي د بشريت په تاريخ کي نه وې. اوس په سيمه کي د بنسټپالني ډيري ستونزي سته.»

کرزي ويلي دي چي اوس نه يوازي د القاعدې ستونزه ده، بلکي د «اسلامي دولت» ډلي گواښ هم دئ. هغه ويلي دي چي امريکايان او لوېديځوال بايد دې پوښتني ته جواب ووايي چي «څه تيروتنه او کوم سياست د دې لامل وگرځېد.»

کرزی بيا واک ته نه راگرځي

ناټو د ۲۰۱۴م کال د ډسمبر میاشتي په پای کي په افغانستان کي خپل جنگي ماموريت پای ته ورساوه او تر هغه وروسته ئې د «پريکړنده ملاتړ» په نوم د افغان امنيتي ځواک د روزني بل ماموريت پيل کړ.

امريکا ويلي دي چي ځانگړې ځواکونه به ئې اوس هم له تروريزم سره مبارزه کوي. کرزي ويلي دي چي دی هم د افغان امنيتي ځواک د روزني ماموريت ملاتړ کوي. خو زياته کړې ئې ده: «خو زه په افغانستان کي د دوی د پوځي عملياتو ملاتړ نه کوم.»

کرزي د افغانستان د جمهور رئيس په توگه يوار بيا صحنې ته راتگ رد کړی دئ: «ما خپل وخت تکميل کړ. موږ بايد په تاريخ کي بند پاته نه سو. زه تاريخ يم».