1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: له بگرامه بې گناه بنديان آزاده وم

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۱ اسفند ۱۶, چهارشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د مارچ ۶) د افغانستان د پارلمان د نوي کاري دورې پرنسته وکړه او پخپل وينا کي ئې په لومړي وار وويل چي ټولي سياسي ډلي کولای سي له طالبانو سره خبري وکړي.

https://p.dw.com/p/17s55
انځور: AP

ولسمشر حامد کرزي وويل په راتلونکې اوونۍ کي به له امريکايانو څخه د بگرام زندان بشپړ مسئوليت پرغاړه واخلي او د بې گناه بنديانو د آزادولو لارښوونه به وکړي:

«موږ په دې پوه يو چي په دې زندانو کي بې گناه خلگ پراته دي. هر څومره انتقاد چي راباندی وسي، زه ئې د آزادۍ حکم ورکوم.» خو کرزي وويل هغه کسان چي په چاودنو او يرغلونو کي لاس لري هغوی بايد په خپله سزا ورسيږي.

خبري اتري يوازي افغاني دي

حامد کرزي د پارلمان استازو ته په وينا کي وويل، چي له پاکستان سره په افغانستان کي د سولي په برخه کي په همکاريو کي پرمختگ نه دی سوی. هغه خبردار ورکړ چي په هيواد کي ئې جنگ په پاکستان کي د بحران سبب گرځي، لکه څرنگه چي اوس په ټول پاکستان کي خونړي بريدونه ترسره کيږي.

کرزي وويل، چي په پاکستان کي د تروريستانو پټنځايونه او د هغوی ملاتړ په دغه هيواد کي دننه او تر هغه دباندي په سیمه کي د روريزم فعاليت ته زمينه برابره کړې ده. هغه زياته کړه: «له تروريزم څخه هرډول استفاده بې له ويرانۍ او بربادۍ څخه ئې عاملین بل څه په لاس نسي راوړای.»

ولسمشر کرزي وويل، چي يو شمېر طالبان د سولي خبرو اترو ته تيار دي. هغه دغه راز په دغو خبرو اترو کي د بهرنيانو د لاسوهنو په اړه خبري وکړې او ټينگار ئې وکړ: «بهرني تلاښونه شروع دي چي افغانستان د يوه دولت خاوند نه وي، د نظام خاوند نه وي او د نورو په چوپړک کي وي. افغانستان مفلسه، محتاج او پر افرادو وېشل سوی وي.»

کرزي د هغه څه ويلو سره چي په تيرو درو لسيزو کي د افغانستان حکومتونه «يا د بېگانه وو په خدمت کي وه يا ئې پخپله د افغانستان پر خلکو ظلم کړی دئ» زياته کړه چي د سولي له پاره تلاښونه بايد د افغانستان د خلکو له خوا ادامه ومومي.

هغه وويل چي اوس افغان امنيتي ځواک ته د امنیتي مسئوليتونو د لېږد لړۍ روانه ده او د دې لړۍ په بشپړېدو سره به د هيواد د نفوس د۸۷ سلني برخي امنيت افغانستان پرغاړه اخلي.

کرزي په لومړي وار ټينگار وکړ چي بېلي بېلي ډلي او کسان کولای سي له طالبانو سره خبري وکړي. تر دې دمخه داسي ويل کېده چي کرزی د طالبانو او اپوزيسيون تر منځ خبرو اترو په اړه اندېښنه لري.

کرزي وويل: «موږ په دې اړه چي طالبان زموږ د هيواد په دننه کي له مختلفو عناصرو، سياسي اړخونو، گوندونو او مختلفو سياسي شخصيتونو سره خبري وکړي هيڅ ستونزه نه لرو... خو که د يوه پاشلي ملت په توگه له بهرنيانو سره د سولي په اړه خبري وکړو عاقبت مو خراب دئ.»

افغان ولسمشر حامد کرزي پارلمان ته په وينا کي وويل، چي تجربو ښوولې ده، هر چيري چي افغانانو امنيتي مسئوليت پرغاړه اخيستی هلته امنيتي وضعيت بهتره سوی دئ. خو په عين حال کي ئې دا خبره هم ومنله چي افغان امنيتي ځواک د خلکو حقوقو ته پاملرنه نه ده کړې.

هغه زياته کړه: «موږ اورو چي افغان امنيتي ځواک او پخپله افغان حکومت په يو شمېر مواردو کي د افغانستان د خلکو حقوق تر پښو لاندي کوي. دا کار د بخښلو نه دئ.»