1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: فشارونه مو د تړون ژر لاسلیکولو ته نه سي اړولای

نجیب الله زیارمل (آژانسونه)۱۳۹۲ آذر ۲۲, جمعه

حامد کرزي د جمعې په ورځ وویل چي د دوه اړخيز امنيتي تړون پر سر «ګواښونه» به دی دې ته اړ نه کړي چي دغه تړون ژر لاسليک کړي. ولسمشر کرزي هندوستان ته د خپل سفر پر مهال زیاته کړه: «پر موږ باندي څوک بايد رواني حمله ونه کړي.»

https://p.dw.com/p/1AYef
انځور: Reuters

ولسمشر حامد کرزي د هندوستان له «NDTV» تلويزيوني شبکې سره په مرکه کي ويلي دي چي افغانستان داسي يو ملت نه دی چي په هر ګواښ دي وبېريږي: «دغه شان تهاجمي ځان ښووني به کار ور نه کړي... موږ هغه ملت نه يو چي ګواښ ته دي تسليم سو.»

کرزي د هند د لومړي وزير من موهن سنګ سره تر ليدني کتني مخکي زياته کړې ده: «موږ به دغه دوه اړخيز تړون هغه مهال لاسلیک کړو چي د دې احساس وکړو چي هغه موږ ته سوله او امنيت راولي.»

کرزی چي د جمهور رييس په توګه يې د راتلونکي کال تر ټاکنو وروسته دنده پای ته رسيږي، له لومړي سره له دغه امنيتي تړون سره چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي نزدې د۱۲۰۰۰ امريکايي سرتيرو حضور ته زمينه برابروي موافقه کړې وه. خو هغه وروسته وويل چي دغه امنيتي تړون به تر راتلونکو ټاکنو وروسته چي په اپريل مياشت کي ترسره کيږي لاسليک سي.

امريکا متحده ايالات هيله من دي چي هندوستان چي له کرزي سره ښې اړيکي لري کېدای سي هغه دې ته وهڅوي چي دغه تړون لاسليک کړي. خو د افغانستان جمهور رييس د تړون د ژر نه لاسليکولو په برخه کي پر هغه څه باندي چي دی يې «د تبليغ سېل» بولي نيوکي کړي دي: «که موږ دوستان او متحدان يو نو دوستان او متحدان بايد پاته سو... هغوی [امریکا متحده ایالات] بايد پر موږ باندي رواني حمله و نه کړي او يا زموږ عزم بايد را ضعيفه نه کړي.»

هند ته د کرزی سفر او د امريکا هيله مندي

افغان ولسمشر حامد کرزی د پنجشنبې په ورځ په يوه څلور ورځني سفر هندوستان ته ورسېد. په پام کي ده چي هغه به د هند له لومړي وزير من موهن سنګ د دغه هيواد د بهرنيو چارو له وزير سلمان خورشيد او نورو هندي چارواکو سره وګوري. د دغه سفر مومخه د دوو اړخيزو همکاريو د پراختيا په برخه کي خبري اتري ښوول سوې ده.

د امريکا متحده ايالاتو يوه لوړ پوړي چارواکي د سه شنبې په ورځ د دغه هيواد د سنا مجلس يوې کمېټې ته ويلي دي چي که څه هم چي حامد کرزی پر دې باندي ټينګار کوي چي امنيتي تړون دي د افغانستان راتلونکي ولسمشر لاسليک کړي ډاډه دی چي هغه به دغه سند لاسليک کړي.

د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي جيمز دوبينس وويل: «د هند سفر کېدای سي پر حامد کرزی باندي اغېزه وکړي، ځکه چي هغه دغه هيواد [هندوستان] ته ډېر احترام لري او له حکومت سره يې ډېري ښې اړيکي لري.»
دوبينس وويل چي بې له ايرانه نور د سيمي ټولو هيوادونو حامد کرزی دې ته تشويق کړی دی چي دغه دوه اړخيز تړون لاسليک کړي.

له هنده د وسلو غوښتنه

افغان ولسمشر حامد کرزی هند ته په خپل وروستي سفر کي چي په می مياشت کي تر سره سوی وو ويلي ول چي له ځان سره يې په پوځي برخه کي د مرستو د «غوښتنو يو ليست» هند ته راوړی دی. خو هغه وخت د هند د بهرنيو چارو وزارت د دغه ليست د جزيياتو په اړه نور معلومات ور نه کړل. خو د ځايي رسنيو د رپوټونو له مخي په دغه ليست کي درنې او سپکي وسلې، الوتکي او نور مهمات شامل ول.