1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: ستراتيژيک تړون به زموږ د شرطونو پر اساس وي

۱۳۹۰ مرداد ۴, سه‌شنبه

ولسمشر حامد کرزي، ويلي چي افغانستان به د متحده ايالاتو سره يوازي هغه وخت يو اوږد مهاله ستراتيژيک تړون لاسليک کړي، چي دغه تړون د افغانانو د شرايطو سره برابر وي او امريکا د شپي لخوا عمليات او د کورونو تلاښۍ بندي کړي.

https://p.dw.com/p/123oW
افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: dapd

حامد کرزي دغه راز ويلي، چي افغانستان به خپل پوليسو او اردو ته په خپله معاش ورکړي خو د هغه په وينا، د افغانستان په شان د غريب هيوادونو يوازينی لوی عايد، د کانونو کيندل دي، چي افغانان لا تراوسه د دې کار څخه څو کاله وروسته پاته دي.

متحده ايالات اوس مهال په دې هڅي کي دی، چي د افغانستان سره يو اوږد مهاله ستراتيژيک تړون لاسليک کړي، چي دابه هغه هيواد ته تر 2014 کال وروسته هم په افغانستان کي د پياوړي رول اجازه ورکړي.

که د افغانستان او امريکا تر منځ ستراتيژيک تړون لاسليک سي، نو دغه کاربه د هغو افغانانو انديښنې، چي وايي امريکا به ژر له افغانستان څخه ووزي له منځه يوسي.

حامد کرزی نن په هغه غونډه کي چي د انتقال پروسې د لومړي پړاو د بشپړيدو په مناسبت جوړه سوې وه، وويل چي، افغانستان او امريکا د يو اوږد مهاله تړون د لاسليکولو پر سر په خبرو کي دي.

«افغانستان د دغه تړون د لاسليکولو له پاره خپل شرايط وړاندي کړي دي. بهرني ځواکونه بايد د افغانستان د قوانينو په چوکاټ کي فعاليت وکړي. هغوی بايد کسان بندي نه کړي او د شپې لخوا د افغانانو کورونو ته ور نه سي. دغه ځواکونه بايد خپل شخصي زندانونه هم و نه لري.»

په ننۍ غونډه کي کرزي دغه راز وويل، چي افغانستان لا تراوسه پوري د متحده ايالاتو سره کومي موافقي ته نه دی رسيدلی. خو د هغه په وينا دغه کار به يوازي هغه وخت تر سره سي چي امريکا د افغانستان شرايط ومني.

دا خبره لا تر اوسه معلومه نه ده، چي د افغانستان او امريکا تر منځ ستراتيژيک تړون کي به په افغانستان کي د امريکا د دايمي پوځي اډو جوړښت شامل وي، که نه. خو افغانستان ته د امريکا نوي سفير د دوشنبې په ورځ وويل، چي امريکا په افغانستان کي د دايمي پوځي اډو جوړښت ته ليواله نه ده.

که څه هم چي د افغان امنيتي ځواکونو د روزلو او تجهيز له پاره په ملياردونو ډالره مصرف سوي، خو اوس هم ډيري ستونزي لري.

ډيری افغان ځواکونه بېسواده دي او په دغه ځواک کي فساد هم شتون لري. د دغو ستونزو په پام کي نيولو سره افغان حکومت او نړيواله ټولنه، دا ضروري گڼي، چي تر 2014 کال وروسته دي هم د افغانستان سره پوځي مرستي وسي.

که څه هم چي افغان امنيتي ځواکونه اوس د بهرنيو له پيسو څخه خپل معاش او نور مصارف ترلاسه کوي، خو کرزي ويلي چي افغانستان يو غني هيواد دی او يو وخت به د خپلو ځواکونو مصرف په خپله ورکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل