1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی د خبرو اترو لپاره ترکمنستان ته سفر کوي

۱۳۹۰ خرداد ۷, شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزی د یوه لوړ پوړي پلاوي په ملګرتیا له کابل څخه د ترکمنستان هیواد د پلازمینې عشق آباد په لور وخوځید.

https://p.dw.com/p/11PoO
حامد کرزی
حامد کرزیانځور: picture alliance/dpa

د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه دویچې ویلي ته په را استول سوي یوه وینا پاڼه کې راغلي چې کرزی به له ترکمن چارواکو سره په اقتصادي مسایلو خبري وکړي.

خو د سیاسي چارو شنونکې ترکمنستان ته د افغان ولسمشر حامد کرزي سفر ته له څو زاویو ګوري.

ځيني په دې اند دي چې ولسمشر کرزی غواړي له ترکمنستان سره د ترانس – افغان په نامه له ترکمنستان څخه پاکستان او هند ته د ګازو د لیږدونکي نل لیکي پر سر خبري وکړي خو ځيني نور بیا په دې باور دي چې ولسمشر کرزی غواړي له ناراضي یاغیانو سره د سولې لپآره د دغه هیواد ملاتړ له ځان سره ولري او د مذاکرو بهیر ته یې ور ګډ ګړي.

له دغې نظریې یو پلوی هم د سیاسي چارو شنونکی ښاغلی فضل الرحمان اوریا دی.

اوریا نن په کابل کې له دویچې ویلي سره د یوې ځانګړي مرکې پر مهال وویل چې ولسمشر کرزی غواړي له ترکمنستان هیواد څخه له خپلو نارضیانو سره د سولې په خبرو کې د یوه کتلست په توګه کار واخلي.

اوریا په دې اند دی چې ترکمنستان له ډيرې مودې راهیسې د بي طرفي سیاست غوره کړی او په خپل بهرني سیاست کې د بي طرفۍ په اصل باندي په سیمه کې مشهور دی.

ترکمنستان چې یو مهال په افغانستان کې د طآلبانو واکمني وه، د طآلبان له امارت سره نږدې همکاري کوله او په داسي حال کې چې د نړۍ ډیرو ملکونو په دغه رژیم تعضیرات وضع کړي ول خو بیا هم له ترکمنستان څخه افغانستان ته سوداګري آزاده وه.

څه موده دمخه د سولې د عالي شورا غړي او د جمیعت ګوند مشر برهان الدین رباني هم ومنله چې ترکمنستان کولای سي له طالبانو سره د افغان دولت د سولې په خبرو کې اغیزمن رول ولوبوي نو له همدې امله دوي له ترکمنستان سره اړیکي ټینګي کړي او په دغه برخه کې لومړنۍ خبري تر سره سوي دي.

اوریا وایې چې ولسمشر کرزی د اقتصادي مسایلو سربیره په دې لټه کې دی چې ترکمنستان وهڅوي تر څو ناراضي طالبان چې اوس هم د ترکمنستان په صداقت باور لري د مذاکرو میز ته حاضر کړي.

د نوموړي پر وینا طالبان ځکه د ترکمنستان په حکومت باور لري او د هغوي له لاري کولای سي چې له افغان دولت سره اړیکي ټینګي کړي چې د دغه هیواد د وخت ولسمشر د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د طالبانو او شمالي ټلوالي تر منځ د اسیرانو په ادلون بدلون او همدا راز د ډزبندیو په برخه کې کارنده رول لوبولی وو.

ښاغلی اوریا په دې اند دی چې ترکمنستان ته د افغان ولسمشر د سفر بله موخه دا جوړوي تر څو ایران ته د افغانستان د هریرود د سیند د اوبو له بهیدو چې وروسته بیا د ترکمنستان خاوري ته تویږي د مخ نیوي په لارو چارو خبري وکړي.

که چیرته د دغو اوبو مخه د افغانستان په خاوره کې ونیول سي نو کیدای سي چې په سهاوو زره جریبه ځمکه پرې خړوبه سي خو اوس بي ګټي د ایران او وروسته د ترکمنستان خاوري ته بهیږي.

اوریا وایې چې ایران او ترکمنستان د افغان دولت له دغه پلان څخه چې غواړي په خپله خاوره کې د دغو اوبو مخه ډب کړي په ویره کې دی او هڅه کوي چې د اوږد مهال لپاره له افغان دولت څخه د دغو اوبو د کارولو لپآره یو هوکړه لیک تر لاسه کړي.

د یادولو وړ ده چې د ترانس – افغان د غازو د نل لیکي په باب خبري اتري او په عملي توګه د دغې پروژي د پلیدو پر سر جوړ جاړی د افغان او ترکمن ولسمشرانو د خبرو بله موخه جوړوي.

دغه نل لیکه چې اوږد والی یی سلګونو کلیومتره ته رسیږي د ترکمنستان ګاز د افغانستان د هرات، هلمند او کندهار له لاري د پاکستان چمن او وروسته کویټې ته لیږدوي.

د دغې پروژي لپاره اسیایي پراختیایې بانک په سلګونو ملیونه ډالر بیل کړي خو د یو لړ امنیتي او تخنیکي نیمګړتیاوو له کبله تر اوسه پوري په عملي توګه د دغې نل لیکي د جوړیدو چاري ندي پيل سوي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: احمدولي اڅکزی