1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: ترهگري او افراطیت د ټولې سېمې ثبات ته گواښ دی

دویچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۲۱, جمعه

افغان ولسمشر د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د شانگهای سرمشریزي ته چې په هغې کې د روسیې، چین او منځنۍ آسیا مشران گډون لري وویل چې «ترهگري او افراطیت» یوازې د سیمې د هیوادونو له همکارۍ سره له منځه تلای شي.

https://p.dw.com/p/1DBPi
انځور: Reuters/Mikhail Klimentyev/RIA Novosti

په دوشنبه کې د شانگهای د همکارۍ سازمان دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه. په دغه غونډه کې د نوموړي سازمان د مخکښو غړو روسیې او چین په شمول د منځنۍ آسیا د هیوادونو مشرانو گډون کړی دی. په پرانیست غوڼده کې د دغه سازمان غړو په یوې خپرې شوې اعلامېې کې په یوه اړخیزه توگه د توغندي دفاعي سیستم جوړول چې داسې ښکاري هدف یې متحده ایالات وي، غندلی دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې وینا پاڼې له مخې، افغان ولسمشر د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د سپتمبر میاشتې ‍۱۲مه) د شانگهای د همکارۍ سازمان سرمشریزې ته په خپله وینا کې وویل چې د تروریزم او افراطیت ریښې د افغانستان له پولو څخه د باندې دي او په وینا یې له دغې پدیدي څخه د بهرني سیاست د ابزار په توگه گټه اخیستل د هیڅ چا په گټه نه ده او هیڅ رنگه اوږد مهاله گټې نه شي تأمینولای.

دغه وینا پاڼه وړاندې کاږي چې افغان ولسمشر د شانگهای سازمان د غړو تر منځ د سولې او امنیت د رامنځ ته کولو په موخه پراخې همکارۍ ته په اشارې سره وویل: «په سیمه کې د سولې او ثبات د لمن پراخیدو ته افغانستان په خپل ټول قوت ژمن پاتې دی او دې ته چمتو یو چې د شانگهای د سازمان له ټولو غړو او د د دغه سازمان د تروریزم ضد جوړښتونو سره بشپړه همکاري وکړو.»

زیاته شوې ده چې افغان ولسمشر سولې او ثبات ته رسیدل د افغانستان د خلکو د ستر ارمان په توگه یاد کړ او پر دې خبره یې ټینگار وکړ چې د افغانستان د سولې د پروسې پلي کول نه یوازې د افغانستان د امنیت په گټه دی، بلکې په وینا یې د ټولې سیمې د امنیت په گټه به وي. د خبر پاڼې له مخې حامد کرزي د سولې د پروسې مؤفقیت د افغانستان د گاونډیو هیوادونو او متحدینو سره تړلي بولي: «زه له سیمه ییزو دوستانو او نړیوالو همکارانو څخه غوښتنه کوم چې د سولې د یوې عملي او مؤثرې پروسې د پيلولو په برخه کې زموږ له هڅو څخه ملاتړ وکړي.»

د خبر پاڼې له مخې ولسمشر حامد کرزي د نوموړي سازمان د غړو تر منځ په ټولو برخو کې د همکاریو غځیدل مهم وبلل او ويې ویل چې افغانستان د سیمي له هیوادونو سره د سوداگریزو او اقتصادي اړیکو د پراخولو غوښتونکی دی.

د وینا پاڼې له مخې افغان ولسمشر د افغانستان د ټاکنو پروسې ته په اشارې سره وویل چې هیله من دی، چې د ټاکنو پایلو ژر اعلان شي. زیاته شوې ده چې ولسمشر ویلي دي چې دوی د نوي ولسمشر د لوړو مراسمو تر سره کیدو ته په انتظار دي.

د شانگهای د همکارۍ د سازمان هدف

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر په وینا حامد کرزي، تروریزم او افراطیت د ټولې سیمي پر وړاندې یو گواښ وباله او د دغه گواښ پر وړاندې یې د هر اړخیزي مبارزې پر سر ټینگار وکړ. خبر پاڼه د ولسمشر له قوله وړاندې کاږي: «زه وړاندیز کوم چې د شانگهاي او سارک دواړه سازمانونه یو بل ته لاس ورکړي او د ترهگرۍ او افراطیت پر ضد گډه مبارزه وکړي.»

روسیه، چین، قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان او تاجکستان د شانگهای د همکارۍ سازمان اوسني غړي دي. ایران، هند، پاکستان او افغانستان د شانگهای په سر مشریزو کې د څارونکو په توگه گډون کوي. د دغه سازمان د تأسیس لومړنی هدف دا وو چې په سیمه کې د تاوتریخوالې او کشالو مخه ونیسی. په همدې وجه په ۲۰۰۲ کال کې د دغه سازمان منشور «د اعتماد جوړونې اقدامات» د خپل لومړني هدف او دندو په توگه ونومول. د شانگهای د همکارۍ سازمان د درو «شرارتونو» پر ضد مبارزه ده: تروریزم، افراطیت او بیلتون غوښتنه. خو اوس دغه سازمان د خپلو غړو تر منځ د اقتصادي او تخنیکي همکاریو د پراخولو په لټه کې دی.

د روسیی او چین گټي

روسیه او چین په لومړي سر کې د سیمې د ثبات په لټه کې دي. د بن د پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو له مرکز څخه ارنیکو فیلز، په نظر د شانگهای د همکارۍ سازمان هدف په لومړي سر کې د سیمی د مخکښو قدرتونو تر منځ د خپلمنځي اړیکو پر سر دی، تر څو په هغو کې د تاوتریخوالي مخه ونیوله شي: «د اوږدې مودې له پاره روسیه په سیمه کې د کمروزۍ په حال کې او چین د پیاوړتیا په حال کې یو قدرت وو.»

Karte Shanghaier Organisation für Zusammenarbeit Englisch

له بلې خوا کله چې سړې د سیمې نقشې ته کتنه وکړي، نو لیدل کیږي چې منځنۍ آسیا د چین او روسیې له پاره له ستراتیژیکي لحاظه خورا اهمیت لري. کار پوه فیلز دویچه ویله ته په یوه مرکه کې وویل چې روسیه په لویدیځ کې د ناټو او د اروپا د اتحادیې له ستریدو څخه انديښنه لري. بالمقابل چین د نړۍ یو ستر صادراتي ځواک دی او د خامو موادو واردولو له پاره خپلو بندرونو ته سخت اړ دی. چین په ختیځ کې له امریکا متحده ایالاتو او د هغه له متحدینو لکه جاپان او فلیپین څخه ځان تر فشار احساسوي. فیلز له خپلو یادونو څخه نتیجه اخلي او وایي: «دواړه هیوادونه له بهر څخه د گواښ احساس کوي او باید په منځنۍ آسیا کې یو بل ته لاس ورکړي تر څو د بهرني فشار پر وړاندې مقاومت وکړي.»

سر بیره پر دې په منځنۍ آسیا کې ثبات لرونکې اړېکې د روسیی او چین د اقتصادي گټو له پاره مهمې دي. دواړه هیوادونه د کار وړ بنسټيزو مواصلاتو لکه پایپلاین او اورگاډو پټلۍ ته اړ دي. چین له روسیې او منځنۍ آسیا څخه گاز او تیل واردوي او په عین وخت کې سیمې ته پاخه مواد صادروي. اوس په اصطلاح د وریښمو «اوسپنیزه لاره» چې له چین څخه نیولی د قزاقستان او روسیې څخه تیریږي او بالاخره آلمان ته رسیږي، د چین په شمال خیتځ شینیانگ ښار کې د BMW دستگاه د آلمان په لایپزیگ کې د موټر جوړلو له نوموړې دستگاه سره تړي.

تر ټولو مهمه دا چې نه چین او نه هم روسیه غواړي چی منځنۍ آسیا د تیرې لسیزې په څير د لویدیځ او بیا په خاصه توگه د امریکا متحده ایالاتو پر پوځي اډې بدله شي.