1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی:د ويکيليکس له خوا خپاره سوي اسناد بې بنسټه دي

۱۳۸۹ آذر ۹, سه‌شنبه

د ويکيليکس له لوري د امريکا د جګړي د مليونونو ټوکه تازه خپاره سوو محرمو سندونو په اړه په افغانستان کي هم د سياست والو غبرګونونه را وپاريدل.

https://p.dw.com/p/QLZH
احمد ولي کرزیانځور: DW

د ويکيليکس له لوري د امريکا د دفاع وزارت د دغو محرمو لاسوندونو په يوه برخه کي د افغانستان د دوو سياسي څيرو احمد ولي کرزي او احمد ضيا مسعود څخه هم يادونه سوې ده.

په يو شمير سندونو کي چي د نړيوالو رسنيو له لوري خپاره سوي د ولسمشر کرزي له ورور احمد ولي خان کرزي څخه داسي يادونه سوې چي ګواکي امريکايانو او کاناډايانو په کندهار کي د واک د مرکز په توګه پيژانده او نوموړي هڅه کړي چي د بياودانولو د پروژو د ساتلو لپآره يو شمير قراردادونه تر لاسه کړي.

په دغو سندونو کي راغلي چي د امريکا او کاناډا پوځي مامورين هغه محال په کندهار کي په دې سره سلا سوي ول چي له احمد ولي خان کرزي سره جوړ جاړی وکړي ځکه هغه په کندهار کي د قدرت خاوند بلل کيږي.

د ولسمشر کرزي ورور احمد ولي کرزي چي د ولايتي شورا مشري هم ور په غاړه ده په تيرو څو کلونو کي د غربي استخباراتو او رسنيو له لوري له بيلا بيلو تورونو سره مخ سوی دی، پر هغه له فساد څخه نيولي بيا د خپل ورور د واک څخه تر ناوړه ګټي اخيستني پوري بيلا بيل تورونه لګول سوي دي.

خو احمد ولي خان د اوس په څير تل دغه تورونه بې اساسه او د هغوی د کورنۍ سياسي موقف ته زيان رسونکي بولي.

احمد ولي کرزي د ويکيليکس انټرنټ پاڼي له لوري د امريکا د هغو محرمو اسنادو په اړه چي له د نه پکي يادونه سوي ويلي چي د ده په اړه سوي څرګندوني بې بنسټه او له واقيعت څخه لري دي.

احمد ولي خان تيره ورځ رسنيو ته وويل چي ده د طالبانو د حکومت له نسکوريدو وروسته يوه پروژه هم نده تر لاسه کړي او که چيري هغه د پروژو د تر لاسه کولو لپاره هڅي کړي وي او څوک يې په اړه لاسوندونه وړاندي کړي نو دی حاضر دی چي په تيرو څو کلونو کي په ده لګول سوي ټول تورونه ريښتيني وبولي.

په ورته وخت کي د ويکيليکس انټرنټ پاڼي له لوري په تازه خپاره سوو سندونو کي د افغانستان د نظار شورا د وژل سوي مشر احمد شاه مسعود د ورور او د حامد کرزي پخواني معاوين احمد ضيا مسعود څخه هم يادونه سوې ده.

په اسنادو کي ويل سوي کله چي احمد ضيا مسعود د ولسمشر کرزي د لومړي مرستيال په توګه دنده لرله نوموړي په يوه ځل ۵۲مليونه نقد امريکايي ډالر له کابل څخه دوبۍ ته انتقال کړي او ولسمشر کرزي او امريکايي چارواکي هم د هغه د نغدو ډالرو په بکسونو خبر سوي ول خو هغوی د نوموړي مخه و نه نيوله.

د احمد ضيا مسعود له دفتر څخه د دغو څرګندونو په غبرګون کي خپره سوي خبرپاڼه کي چي يوه کاپي يي تيره شپه په کابل کي دويچه ويله ته استول سوې راغلي چي د نوموړي دښمنان غواړي د دغه ډول ګنګوسو او بې بنسټه څرګندونو په خپرولو سره د هغه سياسي موقف زيانمن کړي.

په ورته وخت کي په کابل کي د امريکا سفارت هم د محرمو دغو سندونو د خپريدو په غبرګون کي يوه غندن پاڼه خپره کړي ده.

په دغه پاڼه کي چي دويچه ويله ته هم استول سوې راغلي چي د امريکا متحده ايالتونه د ويکيليکس دغه کار په کلکو الفاظو غندي.

په دغه وينا کي راغلي چي د دغو مليونونو ټوکو سندونو خپريدل به د افغانستان په اړه د امريکا سياستونه بدل نه کړي.

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان حکومت هم د ويکيليکس انټرنټ پاڼي له لوري د دغو سندونو خپريدل پارونکي وبلل.

د ولسمشر وياند وحيد عمر تيره ورځ په کابل کي وويل چي تر اوسه پوري افغان حکومت ته دغه سندونه ندي رسيدلي او وروسته به يي په اړه خپل رسمي دريځ اعلام کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل