1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي د ټاکنو کمېسيون له پاره کمېشنران وټاکل

محمد اسماعيل شاکر/ کابل۱۳۹۲ مرداد ۷, دوشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د یوه حکم پر بنسټ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له پاره ۹ تنه کمېشنران معرفي کړي دي. تر دې مخکي د غوراوي کمېټې ولسمشر کرزي ته ۲۷ کسان ورپېژندلي ول.

https://p.dw.com/p/19Gda
Afghan President Hamid Karzai gives a speech during an event to mark International Women's Day in Kabul March 10, 2013. REUTERS/Mohammad Ismail (AFGHANISTAN - Tags: POLITICS)
Hamid Karzai Präsident Afghanistan Kabul Rede Internationaler Frauentagانځور: REUTERS

د افغانستان د چارو ادارې او وزیرانو شورا د دارلانشاء ویاند رفیع فردوس د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جولای ۲۹) دوچه ویله ته وویل چي د غوراوي کمېټې تېره ورځ د ټاکنیزو کمېسیونونو جوړښت، دندو او واکونو قانون د اوومي او اتمې مادو پر بنسټ د ۲۷ کسانو نوملړ ولسمشر ته لیږلی وو.

ښاغلي فردوس وویل ولسمشر عبدالرحمن هوتکي، سریراحمد برمک، پوهاند محمد حسین گرزیوانی، محمدعزیز بختیاری، قاضی سلیمان حامد، داکتر احمد یوسف نورستانی، گلالی اڅکزۍ، لیلا احراري او شریفه زرمتی ورد ګ د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پاره د نویو کمېشنرانو په توګه وټاکل.

سره له دې چې د غواروي کمېټې له خوا پر چمتو شوي لیست د یو شمېر کړیو نېوکې شته خو د چارو ادارې ویاند وویل: "دغه غوراوی د ولسمشر له خوا له قانون سره سم شوی دی."

دغه ټاکل شوي غړي به د لوړي تر مراسمو وروسته د ټاکنیزو کمېسیونو د جوړښت، دندو او واکونو قانون د نهمې مادې او د پنځمې مادې د دوهمې فقري له حکم سره سم په خپله لومړنۍ غونډه کې د ټاکنو کمېسيون له پاره نوی رئیس، مرستیال او منشي وټاکي.د نویو کمېشنرانو د کار موده شپږ کاله ټاکل شوې ده.

دا ټاکنې په داسې حال کې کیږي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د جوړښت، دندو او واکونو قانون او د غواروي پر کمېټو نیوکې دوام لري.

د ټاکنو کمېسیون مشر فضل احمد معنوي وار د مخه ویلي ول چې دغه قانون تر بهرنیو فشارونو لاندي ملي شورا تصویب کړی دی او د غوراوي پر کمېټې هم نېوکې کیږي چې گويا ټول غړي یې حکومت پلوه دي.

د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر جانداد سپین غر د غوراوي کمېټې له خوا چمتو شوی لیست نیمګړی بولي. هغه دويچه ويله ته وويل:

"هم د پروسي له نظره او هم د معیار له نظره د دوی کارونه ډیر نیمګړي ول، موږ اندېښنه لرو چې د دوی دا پروسه به د کمېسیون اعتبار او ټاکنو د شفافیت تضمین ونه شي کړای."

ښاغلي سپین غر زیاته کړه د دغه لیست جوړولو پر مهال له مدینې ټولنې، سیاسي ګوندونو او کارپوهانو سره سلا مشورې نه دي شوي.

د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته تر یوه کال کمه موده پاته ده، خو د دغه ټاکنو پر وړاندې ګڼ سیاسي، امنیتي او یو شمېر نور خنډونه پراته دي.