1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي د نورو مرستو غوښتنه وکړه

۱۳۹۱ تیر ۱۹, دوشنبه

ولسمشر کرزي د دوشنبې په ورځ له نړیوالې ټولنې څخه افغانستان ته د ۱۶ میلیارده ډالرو مرستې د ژمنې له کبله مننه وکړه. کرزي له ادارې فساد سره په مبارزه کې پر نړیوالې ټولنې د نورو مرستو غږ هم وکړ.

https://p.dw.com/p/15Tqg
انځور: AP

ولسمشر کرزي په توکیو کې رسنیو ته وویل: «زه غواړم له ټولو هغو سازمانونو او هیوادونو څخه مننه وکړم چې له افغانستان سره ئې د مرستو ژمنې وکړې.»

کرزي زیاته کړه چې افغانستان اوس د خپل ټولنیز او اقتصادي بنسټونو پر جوړولو باندې بوخت دئ، خو د هغه په خبره په دې بهیر کې باید له افغانستان سره مرسته وشي: «دا یوازې د افغانستان حکومت نه دئ چې باید سخت کار وکړي او کامیابه شي. موږ د نړیوالو مرسته کوونکو له همکارۍ پرته نه شو کامیابیدای.»

کرزي وویل چې افغان حکومت او مرسته کوونکي هیوادونه باید په دې خبره ځان ډاډه کړې چې له افغانستان سره شوې مرستې په بنسټیزو پروژو کې مصرفیږي. هغه زیاته کړه چې دغه پروژې باید په شفاف ډول غوره شي.

کرزی په داسې حال کې په افغانستان کې د شفافیت په اړه خبرې کوي چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د یکشنبې په ورځ د ۱۶ میلیارده ډالرو مرستو ژمنې وکړې. دغه مرستې به افغانستان ته په راتلونکو څلورو کلونو کې ورکړل شي چې دغه هیواد وشي کولای په ملکي برخه کې د خپلې بودجې تشه ډکه کړي.

د توکیو په کنفرانس کې نړیوالې ټولنې پر افغان حکومت باندې غږ وکړ چې د مرستو د مصرفولو په برخه کې باید شفافیت رامنځ ته کړي. پر دې سربیره نړیوالې ټولنې د افغانستان له پاره ځینې نور شرطونه هم ټاکلي دي چې پکښې د ښځو دحقونو دفاع کول هم شامل دي.

د توکیو د یکشنبې د ورځې په کنفرانس کې د شاوخوا ۸۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانو استازو گډون کړی وو او له افغانستان سره ئې د راتلونکو څلورو کلونو له پاره د ۱۶ میلیارده ډالرو ملکي مرستو ژمنه وکړه.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض