1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي د جنسي تیري د پنځو مجرمینو د اعدام حکم لاسلیک کړ

ډي پې اې/ سید ریاض۱۳۹۳ مهر ۵, شنبه

د شنبې په ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي د هغو پنځو کسانو د اعدام حکم چې د جنسي تیري او وسله والې غلا په جرم محکوم شوي وو، لاسلیک کړ. دغه پیښه په ټول افغانستان کې د سختې غوسې د راپاریدو سبب شوې وه.

https://p.dw.com/p/1DLzp
انځور: REUTERS/M. Ismail

دغه پیښه د روان میلادي کال د اگست میاشتې پر ۲۹ نېټه د کابل په اطرافو کې هغه وخت رامنځ ته شوه، چې یوه کورنۍ د واده له مراسمو څخه بېرته خپل کور ته راستنیده. د پولیسو د رپوټ له مخې دغو کسانو د قرباني شوو کسانو موټر ودراوه، او په وینا یې مخکې له دې چې دغه کورنۍ ولوټي، پر څلورو ښځو باندې جنسي تیری وکړ. په دغو ښځو کې یوه تنه امیدواره وه او د دغې پيښي څلور ورځې وروسته د وراوښتو ټپونو له کبله یې سا ورکړه.

د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي، د ټویټر پر ټولنیزه شبکه په خپل پیغام کې لیکلي دي: «نن ولسمشر حامد کرزي د پنځو تنو جنایتکارانو د اعدام حکم لاسلیک کړ، چې د پغمان ولسوالۍ په پیښه کې د جنسي تیري او تښتونې په جرم مرتکب شوي وو.»

هغه محاکمې چې په رواني میلادي میاشت کې په چټکۍ سره تر سره شوې، دغه پنځه سره کسان د اعدام په حکم محکوم کړي وو. لومړۍ محکمې اووه تنه د اعدام په حکم محکوم کړل، خو بیا وروسته د استنیاف محکمې د اوو کسانو له ډلې څخه دوه تنه بیا د شلو، شلو کلونو د بند په سزا محکوم کړل.

پولیس اوس هم د درو تنو په لټه کې دي چې په اړه یې فکر کیږي په دغه برید کې یې لاس درلود.