1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کردانو ته د آلماني وسلو د لیږد پېل

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۳ مهر ۲, چهارشنبه

د آلمان پوځ کردانو ته د اسلامي دولت نومې ترهگرې ډلې پر ضد د جگړې په موخه د وسلو د لیږلو بهیر پېل کړی دی خو هغه آلماني روزونکي چې کردي جنگیالیو ته د وسلو استعمال ښيي لا هم په بلغاریا کې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/1DJbw
انځور: REUTERS/Thomas Peter

د چهارشنبې په ورځ به لومړۍ الوتکه چې په کې د توغندیو ضد مرمۍ، سپکې وسلې او مهمات بار دي د آلمان له لايپڅېگ ښار څخه د بغداد له لارې د عراق په شمال کې کردي سیمو ته ولاړه شي. په دغه ځای کې به نوموړې وسلې هم د اسلامي دولت ترهگرې ملېشې پر ضد جگړه کې کردي پیشمرگ جنگیالیو ته ورکړل شي. ټول ټال به لس زره کردي جنگیالي د آلمان د پوځ له لوري د ۷۰ میلیونه یورو په ارزښت، وسلو باندې مجهز کړای شي.

د الوتنې په انتظار کې

شپږ آلماني روزونکي چې کردي ملېشو ته د دغو وسلو استعمال ورزده کړي، او یو روغتیاپال د جمعې له ورځ راهیسې په بلغاریا کې دي. دا ځکه چې لا تر اوسه هغوی عراق ته د ورتلو اجازه نه ده تر لاسه کړې ده. دغه خبر په پوستدام کې د نوموړې ماموریت د قومندۍ مرکز تائید کړی دی. زیاته شوې ده چې په بلغاریا کې تم کیدل له مخکې څخه پلان شوي ول، خو په اصل کې دغو کسانو باید د شنبې په ورځ الوتنه کړای وای. عراقي چارواکي باید د دغې الوتکې د پرواز اجازه ورکړي. خو د پوستدام د قومندۍ مرکز په حواله «لا تر اوسه د دغه سفر اجازه نه ده ورکړل شوې.»

له ځنډ سره مل سفر

د عراق په شمال کې پروت اربیل سیمې ته د آلماني روزونکو سفر له لومړي سره له خنډ سره مخامخ وو. د پوستدام د قومندۍ د مرکز د معلوماتو له مخې دا ځکه چې آلماني ترانسپورتي الوتکې ترانزال، عوارض پیدا کړې ول او له همدې کبله لومړی دغه الوتکې پر یوې بلې او بیا پر بلې الوتکې باندې تبدیله شوه.

په ظاهري توگه د الوتکې تبدیلیدل په بلغاریا کې د آلماني سرتیرو د پاتې کیدو یو علت دی. د آلمان د دفاع وزرات یوه ویاند ویلي دي، له دې کبله چې الوتکه تبدیله شوې ده، نو عراقي چارواکو هغې ته د الوتنې اجازه نه ده ورکړې. هغه زیاته کړې ده چې دغه الوتکه به په نزدې وخت کې پرواز وکړي.

د ټانک ضد مرمۍ او اتوماتیکي وسلې

د آلمان د پوځ د معلوماتو له مخې د وسلو په لومړنۍ بسته کې د توغندیو ضد مرمۍ او د جي – ۳ ډوله وړې او غټې ماشیندارې شاملې دي. همداشان حفاظتي عینکې او د طبي بیړنیو مرستو له پاره توکې د وسلو سره یو ځای انتقالیږي. د «میلان» په نوم د ټانک ضد مرمۍ هم عراق ته د انتقالیدو له پاره چمتو دي. خو د دې له پاره کردي پیشمرگان، لومړی په آلمان کې زده کړې ویني.

د آلمان حکومت د روان میلادي کال په اگست میاشت کې له تودو بحثونو وروسته پریکړه وکړه چې د اسلامي دولت نومې ترهگرې ډلې پر وړاندې د مبارزې له پاره کردانو ته وسلې او مهمات ورکړل شي. د دې موخه د اسلامي دولت پر وړاندې د کردي جنگیالو پیاوړي کول دي. د اسلامي دولت ډله په عراق او سوریې کې د نورو مذهبونو د ادیانو او پلویانو پر وړاندې د سخت تاوتریخوالي څخه کار اخلي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب