کجکي: پر درو سوو شپېتو کاريزونو يو کلينيک لرو
۱۳۹۰ دی ۱۳, سهشنبهد کجکي ولسوالي اوسېدونکي شکايت کوي، چي ولسوالي ئې درې سوه شپيته كاريزونو لري. خو يوازي يو کلينيک د شپې او ورځي فعاليت کوي.
ددغه روغتيايي مركز ډاکتران د ناروغانو د زياتوالي له امله نه سي کولای چي د ولسوالۍ ټولو مريضانو ته پر يوه وخت دوا ورکړي.
ځايي اوسيدونکي شکايت لري، چي ناروغانو ته ئې پر وخت درمل نه ورکول کيږي او کله کله خو له کتني څخه هم پاتيږي او بيرته خپلو کورونو ته ستنيږي.
د کجکي ولسوالۍ په يوازني روغتون کي يوازي يوه ښځينه ډاكتره كارکوي او نور ټول نارينه ډاکټران دي.
د نوموړي ولسوالۍ اکثره اوسيدونکي د هلمند ولايت د عامي روغتيا رياست له مسئولينو څخه غوښتنه كوي، چي دې کلينيک ته دي ښځينه ډاكتراني ور واستوي، او ددې ترڅنګ دي هغه سامانونه د کلينک په واک کي ورکړي چي د ډاکترانو په کارونو کي اسانتياوي راولي.
د يادي ولسوالۍ لويي لاري هم زياتره وخت بندي وي او څوک نسي کولای چي آزاد تگ راتگ ورباندي وکړي.
دغه ولسوالي يوازي څو مياشتي پخوا د دولت د وسله والو مخالفينو څخه بيرته و نيوله سوه.
ددې ولسوالۍ کلينيک نه يوازي د ښځينه ډاکټرانو له ستونزو سره مخامخ دئ، بلکي د دواوو له سخت کمښت څخه هم شکايتونه کيږي.
د هلمند ولايت د عامي روغتيا رياست مسئولين وايي، چي هغه موسسې چي کلينيکونو ته د درمل رسولو قرارداد لري، هغوی سمه مرسته نه کوي.
كجكي د هلمند په شمال کي پرته لويه ولسوالي ده، چي د بريښنا د توليد يوه فابريکه او د اوبو يو ستر بند لري.
د چارواکو په خبره که د بريښنا دغه فابريکه په پوره توان فعاله سي نو پر کندهار او هلمند ولايتونو سربيره نورو سيمو ته هم د بريښنا ورکولو توان لري.
مجتبي محمدي/ لښکرگاه
کتونکی: نجيب الله زيارمل