1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کبیرخان د کرکیټ د ملي لوبډلې روزنه پر غاړه واخیسته

۱۳۹۰ اسفند ۶, شنبه

کبیر خان د شنبې په ورځ په رسمي توگه رسنیو ته د افغانستان د کرکیټ د ملي لوبډلې د روزنکي په توگه ور وپیژندل شو.

https://p.dw.com/p/14A6R
انځور: AP

د افغانستان د کرکیټ بورډ له کبیر خان سره د ملي لوبډلې د روزونکي په توگه درې کلن قرارداد لاسلیک کړی دئ.

په دغه خبرې ناسته کې چې د افغانستان د کرکیټ بورډ په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه پکښې د افغانستان کرکيټ بورډ اجرائیوي مشر نسیم الله دانش، او کبیرخان، د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د افغانستان د کرکیټ بورډ اجرائیوي مشر نسیم الله دانش، کبیرخان د یو پیاوړي روزونکي په توگه یاد کړ. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې کبیرخان د افغانستان له پاره یو ښه روزونکی ثابت شوی دئ او له همدې امله نوموړی یوځل بیا د افغانستان د ملي لوبډلې د روزونکي په توگه وټاکل شو.

کبیره تر دې مخکې د دوو کلونو له پاره د ملي لوبډلې د روزونکي په توگه دنده تر سره کړې وه او په دغه موده کې ملي لوبډلې ډیرې لاس ته راوړنې لرلي دي.

خو بیا وروسته کبیر خان له خپلې دندې گوښه کړای شو او یو څه موده وروسته د پاکستان د ملي لوبډلې یو پخوانې لوبغاړی راشد لطیف د افغانستان دکرکیټ د ملي لوبډلې د روزونکي په توگه وټاکل شو. د هغه په اړه ویل کیږي چې په خپله دنده کې بریالی نه وو. د یو څه مودې وروسته هغه هم له خپلې دندې لیری کړای شو.

کبیر خان تر دې د مخه د اماراتو د لوبډلې د روزونکي په توگه دنده تر سره کوله.

کله چې له کبیر خان څخه وپوښتل شو چې ولې ئې یو ځل بیا د ملي لوبډلې د روزونکي په توگه دندې ته زړه ښه کړی دئ،هغه په ځواب کې وویل:

«افغانستان زما هیواد دئ او زه له دغه هیواد سره مینه لرم. نه غواړم چې له هغو ستونزو څخه یادونه وکړم چې له امله ئې د دندې پریښودو ته اړ شوم.»

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې تیر ځل هم له یوه پلان سره راغلی وو خو د پلان عملي کولو ته پرې نه ښودل شو. خو دا ځل د درې کلن پلان سره راغلې دئ.

کبیر خان په خپلو خبرو کې هیله څرگنده کړه چې د ملي لوبډلې په روزولو کې به خپل هیڅ ډول زیار و نه سپموي. هغه ویلي دي چې ملي لوبډله د نورو نړیوالو لوبډلو سره د لوبې کولو وړتیا لري.

دویچه ویله/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش