1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کای آيډي:د سولي يوازنۍ لاره د طالبانو سره خبري دي

۱۳۸۹ آبان ۱۲, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي، کای آیډي، تيره ورځ وویل چي د امریکا د متحده ایالاتو له خوا پر افغان ولسمشر، حامد کرزي، فشار به ښې پایلي ونه لري.

https://p.dw.com/p/PxPS
انځور: AP

هغه دغه راز ويلي دي چي د طالبانو سره د سولي خبري اتري د افغانستان د جګړې د ختمولو یوازنۍ لاره ده.

کای آیډي، د دوو کلونو لپاره په افغانستان کي د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړپوړی مقام پاته سوی.

ده د ناټو پر ځواکونو ږغ کړی ترڅو په افغانستان کي خپلي پوځي او ملکي هلي ځلي جاري وساتي او د افغانستان څخه د شرایطو په پام کي نیولو سره ووزي.

کای آیډي د رویترز خبري اژانس سره په مرکه کي ویلي دي چي د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل باید د امریکا د سیاسي مهالویش له مخه تنظیم نه سي.

ده د امریکا د ولسمشر، باراک اوباما، اداره تر انتقاند لاندی نیولې او ویلي یې دي، چي د اوباما ادارې باید د حامد کرزي له حکومت سره خپلي اړیکي ټینګي ساتلي وای.

آيډي دغه راز ويلي دي چي تر هر چا ډير د حامد کرزي د حکومت کمزورتيا ته د حامد کرزي په ځير ګوري، او وايي چي «زه باور لرم چي موږ د حامد کرزي سره مناسبه رویه نده کړې.»

کای آيډي د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا ځانګړی استازی، ريچارد هولبروک، تر انتقاد لاندي نيولی.

هغه ويلي چي هولبروک حامد کرزی ډیر ځلي توهین کړی دی. هغه يعني هولبروک د افغانستان ټولنیز او سیاسي جوړښت نه دی درک کړی.

آيډي وايي چي ځیني لوړپوړي امریکايي چارواکي د افغانستان د ټولنیز او سیاسي جوړښت په درکولو کي پاته راغلي دي.

هغه وايي کله چي زه په افغانستان کي وم، هغه مهال یو امریکایی چارواکی (پیتر ګاربریت) په دغه هیواد کي په کار بوخت وه « زه باورلرم چي هولبروک هم یو له هغو کسانو څخه دی چي د افغانستان د ټولنیز او سیاسي ژوند جوړښت ته، په احترام ښودلو کي پاته راغلی دی.

کای آيډي يوې بلي خبري ته اشاره کړې چي وايي لخضر براهيمي کولاسی چي د افغانستان د سولي په خبرو اترو کي منځګړيتوب وکړي. ځکه د هغه په خبره براهيمي یو مسلمان دی چي حامد کرزی ډیر اعتماد باندي لري.

کای آيډي ویلي دي چي د سولي خبري اتري باید تر راتلونکي پسرلي پوري يوې نتیجې ته ورسیږي.

هغه داهم ويلي دي چي تر تیري فیبرورۍ پوري، د طالبانو، افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو تر منځ ځیني انفرادي قراردادونه تړل کیدل.

آيډي د طالبانو سره د سولي د خبرو اترو د بهیر په اړه د جزیاتو د ورکولو څخه ډډه وکړه.هغه وويل چي ددې خبرو اترو جزیات بايد پټ وساتل سي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل