کاناډا:په افغانستان کي د ماموريت دوام د مخالفت سره مخ سوی
۱۳۸۹ آبان ۲۶, چهارشنبهد کانادا پارلمان پريکړه کړې وه چي د دغه هيواد پوځيان به په 2011 کال له افغانستان څخه وزي.
تيره اونۍ د کانادا حکومت اعلان وکړ چي 1000 کانادايي عسکر به په افغانستان کي تر 2014 کال پوري پاته سي ترڅود افغانستان امنيتي قواوي وروزي.
د کاناډا اصلي اپزيسيون له دغه تصميم څخه ملاتړ کوي خو بيا ځيني نور چپي حزبونه د کاناډا صدراعظم تورن وي چي پر خپله وعده نه دی درېدلی.
د کاناډا صدراعظم ويلي وه چي په 2011 کال کي به ټول 2800 کانادايي عسکر بيرته خپل هيواد ته ستانه سي.
د کاناډا د چپي نوي ديموکرات ګوند مشر، جک ليتون، خبريالانو ته ويلي دي چي په افغانستان کي د پوځي عملياتو د وخت غځول به ښه تصميم نوي.
تيره اونۍ د کاناډا صدراعظم، ستيفن هارپر، وويل چي په هغو برخو کي چي د جګړې مسله په منځ کي وي د پارلمان موافقه درلودل ضروري بلل کيږي. خو کله چي د افغانستان د پوځيانو د روزلو مسله وي هغه وخت اجرائيه قوا کولای سي چي تصميم ونيسي.
اوس د کاناډا د پارلمان ځينو غړو پر حکومت فشار ډير کړی تر څو په افغانستان کي د کاناډايي روزونکو د نوي دندي جزئيات ورکړي. خو د هغوی په خبره د کانادا حکومت حاضرندی چي پارلمان ته دهغو کاناډايي پوځيانو چي تر 2011 کال وروسته هم په افغانستان کي پاته کيږي په اړه معلومات ورکړي.
د کاناډا د پارلمان ځيني نورغړي په دې اند دي چي د افغان پوځيانو روزل به د کاناډايي روزونکو ژند د خطر سره مخ کړي. دوی وايي چي کاناډايي پوځيان بايد د افغانستان څخه ووزي.
کانادايي پوځيان د 2002 کال را په ديې خوا په افغانستان کي ميشت دي. او تر اوسه پوري يې 152تنو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.