1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کام ایر» له تور لیست څخه وایستل شو

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۱ بهمن ۱۷, سه‌شنبه

د امریکا پوځ د افغانستان تر ټولو لوی خصوصي هوایي شرکت کام ایر، له خپل تور لیست څخه ایستلی دی. پر دغه هوایي شرکت باندې تور لګول شوی وو چې پخپلو الوتکو کې مخدره توکي قاچاقوي. افغان دولت په دې اړه د څیړنو ژمنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/17Y7H
انځور: picture-alliance/dpa

په افغانستان کې میشت امریکايي پوځ، د دوشنبې په ورځ وویل چې هغوی ځکه دغه پریکړه کړې ده چې له منطقي لحاظه باید لومړۍ افغان حکومت خپلې څیړنې بشپړې کړي. امریکايي پوځ زیاته کړې ده چې د دې په بدل کې هغوی د افغان حکومت په غوښتنه، څیړونکو ته د ضروري شواهدو په برابرولو کې مرسته وکړي.

د والستریت ژورنال ورځپانې تیره اوونۍ ویلي وو چې د متحده ایالات پوځ د کام ایر هوایي شرکت د خپلو قراردادیانو په تور لیست کې شامل کړی دی. د دغې ورځپاڼې په خبره، امریکايي پوځ شک لري چې کام ایر په خپلو الوتکو کې تاجیکستان ته مخدره توکي قاچاقوي.

د کام ایر هوایي شرکت دغه تورونه په کلکه رد کړي دي. په همدې حال کې افغان حکومت له امریکايي پوځ څخه غوښتي دي چې د خپلې ادعا له پاره شواهد وړاندې کړي.

د افغان حکومت یوه ویاند د دې هرکلی کړی دی چې امریکايي پوځ د کام ایر هوایي شرکت له خپل تور لیست څخه ایستلی دی. دغه افغان چارواک ویلي دي چې افغان حکومت به په دې اړه څیړنې وکړي او ټول هغه شواهد به وڅیړی چې د امریکا د پوځ له خوا ورته وړاندې کیږي.

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو د جرمونو اداره وایي چې د نړۍ شاوخوا ۹۰ سلنه تریاک په افغانستان کې تولیدیږي. په افغانستان کې د تولید شویو تریاکو ډیره برخه بهرنیو هیوادونو ته قاچاقیږي. نړیوال ټولنه تل پر افغان دولت باندې نیوکه کوي چې د تریاکو د کښت په له منځه وړلو کې پاتې راغلی دی.

پر دې سربیره د مخدره موادو د کښت او تجارت له لارې د افغان دولت وسله والو مخالیفینو ته هم پېسې رسیږي. ویل کیږي چې په افغانستان کې د ادارې فساد یو لوی لامل هم د مخدره موادو کښت او تجارت دی.