1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاميرن: افغانستان ته نور عسکر نه لېږو

۱۳۸۹ خرداد ۲۰, پنجشنبه

د انګلستان لومړي وزير کابل ته په خپل لومړي رسمي سفر کي دپنجشنبې په ورځ ويلي دي چي دی به په افغانستان کي دانګلستان پر 9500 عسکرو باندي نور ورزيات نه کړي...

https://p.dw.com/p/Nn8q
د لويي برتانيې نوی لومړی وزير ديويد کاميرن
د لويي برتانيې نوی لومړی وزير ديويد کاميرنانځور: AP

هغه د کرزي سره تر خبرو وروسته څرگنده کړې ده، چي افغانستان يې د هيواد د ملي امنيت موضوع ده.

کمرون په کابل کي د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي سره په يوګډ مطبوعاتي کنفرانس کي ويلي دي، چي دده دهيواد عسکر به تر هغه يوه ورځ اضافه هم پاته نه سي، چي په افغانستان کي ورته اړتياده.

نوموړي ويلي، چي د امريکا د متحده ايالاتو د هغي ستراتيژۍ ملا تړ کوي، چي د مخه يې افغانستان ته نور 30 زره سرتيري استول کيږي.

د رويترس د خبري آژانس د راپور د مخه د هغه وخت راهيسي چي د نړيوال سوله ساتي ځواک په چوکاټ کي د برتانيې عسکر افغانستان ته استول سوي تر اوسه پوري يې په جگړه کي 300 سرتيري وژل سوي دي.

د کندهار د خلکو مقاومت، د ناټو عمليات ځنډولي دي

دناټوعمومي قوماندان جنرال ميک کريسټل ويلي دي، چي دکندهار دخلکو مقاومت ددې سبب سوي،چي د هغه ولايت په ستر بريد کي ځنډ راسي. هغه په بروکسل کي د ناټو ددفاع د وزيرانوديوي غونډي په حاشيه کي ويلي دي،چي موږ به تر هغه چي په پام کي مو درلوده ډير کرار پر مخ ولاړ سو.د نوموړي په خبره دا ځکه چي داستر بريد د هغه ولايت دامنيت دساتلودپاره داوباما دنوي ستراتيژۍ سره ښه سم ندی.

ميک کريسټل زیاته کړې ده چي، هغه هڅي چي ځايي اوسيدونکي د طالبانو سره مبارزي ته وهڅوو ترڅو او د مرکزي حکومت ملاتړ وکړي، ډير وخت دوام کوي.

دغه بريد په پسرلي کي پيل سوی او په پام کي وو چي تر اګسته پوري پای ته ورسيږي خواوس به ترمني پوري دوام وکړي.

AG/ زيارمل

کتونکی. ضياالحق فضلي