1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاسا-۱۰۰۰ پروژه پرانیستل شوه

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۳, پنجشنبه

له تاجيکستان او قرغزستان څخه افغانستان او پاکستان ته د کاسا-۱۰۰۰ په نوم د برېښنا د لېږد پروژه پرانيستل سوه. د دغي پروژې له مخي به افغانستان هر کال په ميليونو ډالره عايد ولري.

https://p.dw.com/p/1ImII
انځور: Fotolia/H. Wolf

افغانستان او پاکستان د بریښنا له کمښت سره مخامخ دي. دغه پروژه چې کاسا-۱۰۰۰ نومیږي د افغانستان د اجرائیه وي رئیس عبدالله عبدالله، او د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف، په حضور کې د پنجشنبې په ورځ پرانسیتل شوه.

مخکي ويل شوي ول چي دغه پروژه به اشرف غني رانيزي، خو په لندن کي د فساد پرضد کنفرانس کي د گډون له پاره دغه کار عبدالله عبدالله ته پرېښود.

دغه پروژه چې ارزښت یې ۱،۷ میلیارده ډالرو ته رسیږي، د نورو تر څنګ د نړیوال بانک، او امریکا د انکشافي مرستو سازمان یا USAID له خوا تمویلیږي او پلان شوې ده چې د ۲۰۱۸م کال تر پایه پوري به بشپړه شي.

دغه پروژه به د افغانستان له شپږو ولایتونو څخه تیره شي چې کندز، بغلان او ننګرهار پکښې شامل دي.

د افغانستان د څېړونکو شبکې، د یوې څېړنې په حواله قرغزستان او تاجیکستان د انرژی په برخه کې زیاتی لري. کارپوهان وایي چې دغه پروژه به په اوړي کې بریښنا پوره نه شي کړای، خو افغانستان په ژمې کې ډیري بریښنا ته اړتیا لري.

افغانستان تمه لري چې د بریښنا له دې پروژې څخه د ترانزیب په برخه کې ګټه واخلي چې کیدای شي ۳۸ میلیونو ته ورسیږي.

د دغي پروژې له مخي به ۳۰۰ ميگاواټه برېښنا له قرغزستان او ۱۰۰۰ ميگاواټه له تاجيکستان څخه افغانستان او پاکستان ته صادريږي.

کاسا ۱۰۰۰، لومړۍ پروژه ده چي د افغانستان له لاري د مرکزي او جنوبي اسيا ترمنځ د انرژۍ سوداگرۍ ته لاري اواروي. افغانستان هيله من دئ چي دغه پروژه به د منځنۍ او جنوبي آسيا هيوادونو ترمنځ د سترو پروژوو پيل وي.

د دغي برېښنا د انتقال مزي به د شېرخان بندر له لاري کندز له هغه ځايه بغلان او وروسته به له پنجشېر څخه د افغانستان د ختيځو ولايتونو له لاري پاکستان ته ورسيږي.

په پلان کي ده چي افغانستان ته به هر کال د دغي برېښنا د ترانزيت په خاطر له ۳۵ څخه تر ۴۰ ميليونو ډالرو پوري ورکړل سي.

د افغانستان په سلو کي ۸۰ سلنه برېښنا وارداتي ده چي له گاونډيو هيوادونو ازبکستان، تاجيکستان او ترکمنستان څخه وارديږي. يوازي شل سلنه برېښنا په دغه هیواد کي له بندونو څخه توليديږي.