1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارگر ماشومان په جسمي او رواني ستونزو اخته دي

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۲ شهریور ۱۳, چهارشنبه

د افغانستان د مدني ټولنې شبکې په افغانستان کې د سړک پر سر د ماشومانو وضعیت ناوړه بللی دی او له اړونده حکومتي ادارو څخه یې غوښتي دي، دغه ماشومان چې په کومو ستونزو اخته دي هغه ته رسیدګي وکړي.

https://p.dw.com/p/19byh
Kinderarbeit in Afghanistan Copyright: DW/Hussein Sirat 29.01.2012, Kabul
Kinderarbeit in Afghanistanانځور: DW

د هغو ارقامو له مخې چې دغو بنسټونو وړاندي کړي دي، تر دوو میلیونو کارګر او تر۳۰۰ زرو زیات په نشو اخته ماشومان په افغانستان کې ژوند کوي.

د مدني ټولنې له خوا په یوه خبري کنفرانس کي چې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د سپتمبر۴) په کابل کې جوړ شوی وو، د سړک پر سر ژوند کوونکو ماشومانو هم پکې ګډون درلود.

یو تن ماشوم چې په کابل کې موټر وينځي وویل: «کله چې د یوه چا موټر پریمنیځم راته وایي چې سل روپۍ [افغانۍ] درکوم. خو کله چې له هوټل څخه راووځي هغه پیسې نه راکوي او یوازې شل افغانۍ راکي او جنجال راسره کوي.»

د سړک د غاړي ماشومان وایي چي کابو هره ورځ د خلکو، امنیتي ځواکونو او د زورواکو له له خوا زورول کيږي.

د دغو کسانو له ډلي څخه يو تن فهیم وویل چې په ځینې مواردو کې خو آن د پولیسو او وسله والو کسانو له خوا له هغوی څخه پیسې په زوره اخیستل کیږي: «راته وایي که چیرې د موټر وینځلو پیسې راسره نیمایي کوي نو موټر پريولای شي او که پیسې نه راسره نیمي کوئ دلته د کار کولو اجازه نه لری. هغوی موږ د ټوپک او توپکچې په کنداغونو وهي.»

زیاتره ماشومان چې د سړکونو پر غاړه کارونو بوخت دي یا د خپلو کورنیو له پاره یوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوي او یا هم له خپلو کورنیو سره په دغه برخه کې مرسته کوي. د دغو ماشومانو له جملې څخه خو ځیني حتی د یوې کورنۍ د پنځو تنو څخه تر دولسو تنو پورې د مصارفو د پوره کولو مسئولیت پر غاړه لري.

په افغانستان کي ماشومان ډير درانه کارونه کوي
په افغانستان کي ماشومان ډير درانه کارونه کويانځور: AFP/Getty Images

ارزان بیه کارګر

مدني بنسټونو په خپله یوه خپره شوې بیانیه کې ویلي دي، چي د سړک د غاړي کارګر ماشومان په یوه دیموکراتیک نظام کې د ټولنیزي بې عدالتۍ لومړني قربانیان دي. دغه بیانیه وړاندي کاږي چې دغه ماشومان له لومړنیو بنسټیزو حقوقو څخه هم بې برخي دي.

دغه بیانیه زیاتوي، کارګر ماشومان د ارزان بیه کارګرو په توګه مشهوره دي او د ډیر عمر لرونکي کسان له هغوی څخه ګټه اخلي.

مدني بنسټونو انديښنه څرګنده کړې ده، چې دغه ماشومان د خورځواکۍ، جسمي ستړتیا، بې خوبۍ، د هډوکو درک، او تناسلي آلو له ناروغیو او دغه راز د ترافیکي پیښو له خطر سره مخامخ دي.

د باقي سمندر په نوم د مدني ټولنې یوه فعال په دغه خبري غونډه کې وویل چې دغه ماشومان د تاوتریخوالي په فضا کې رالویږي او په راتلونکي وخت کې خپله هم په قهرجنو انسانانو اوړي: «تاسو له دغو ماشومانو څخه هیڅ یو تن نه شئ لیدلای چې عادي ژوند ولري. دوی ټول یو رنګ د نارامۍ په حالت کې ژوند کوي، دا چې دوی د تاوتریخوالي په فضا کې ژوند کوي، له دوی څخه هم تاوتریخوالي زيږي. له بده مرغه دغه تاوتریخوالی بیرته په تاوتریخوالي اوړي.»

سمندر اندیښنه څرګنده کړه چې کارګر ماشومان د ټولو نړیوالو قوانینو او کنویسونونو له خوا د ورکړل شوو حقونو د محرومیت پرته له جنسي آزار سره هم مخامخ دي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «په افغانستان کې یوه اصلي ستونزه جنسي ستونزه ده. دلته داسي کسان شته چې له ماشومانو څخه ناوړه جنسي استفاده کوي. دا یو جدي خطر دی او ما په ټول کابل ښار کې لیدلي دي، چې دا کار ماشومان له ګواښ سره مخامخ کوي.»

مدني بنسټونو له حکومت څخه غوښتي دي چې د سړکونو له سر څخه دغه ماشومان راټول کړي او هغوی ته د زده کړې، ورزش او د سالمې تربیې زمینه برابره کړي.