1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: القاعده تر پخوا ډېره خطرناکه سوې ده

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۲۴, یکشنبه

د القاعدې د تروريستي شبکې د مشر اسامه بن لادن تر وژول دوه نيم کاله وروسته له تروريزم سره د مبارزې امريکايي کارپوهان وايي چي دغه شبکه تر تير وخت اوس خطرناکه سوې ده.

https://p.dw.com/p/1AZvF
انځور: Reuters

د کارپوهانو په خبره د سوريې په کورنۍ جګړه کي د ښکېلي ډلو ډېر غړي د يو سېل په شان د القاعدې په تروريستي شبکه کي د شموليت له پاره دغي شبکې ته ور بهېدلي دي او دغه ډله يې يو وار بيا پر پښو درولې ده. د دوی په اند دغه شبکه يو وار بيا کېدای سي چي اروپا او امريکا متحده ايالاتو ته يو ګواښ پيښ کړي.

د امريکايي چارواکو په خبره بن لادن او د هغه مرستيالان او نژدې کسان يې په پاکستان او د پاکستان او افغانستان په سرحدي سيمو کي د ځانګړو امريکايي ځواکونو او بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کي وژل سوي او يو شمېر يې په تېښته کي دي.

خو په سوريه، سوماليا، يمن، ليبيا او لوېديځه افريقا کي وسله والي ډلي القاعدې شبکې ته ورغلي او دغه نړيواله تروريستي شبکه اوس يو واربيا د پر پښو درېدلو په حال کي ده او په ټوله سيمه کي يې فعاليتونه پر ډېرېدو دي.

د امريکا د سمندري ځواکونو متقاعد جنرال جېمس ماتيس وايي: «د القاعدې شبکې مشرتابه سخته څپل سوې ده، خو دغه برخه لا د ودي په حال کي ده. د دوی پټنځايونه ډېر سوي دي.»

جنرال جېمس ماتيس له ۲۰۱۰مېلادي کال څخه د ۲۰۱۳ کال تر لومړيو پوري په نژدې ختيځ، جنوب لوېديځه اسيا او د افريقا په ښاخ کي د افراطيت پرضد مبارزه کي د امریکا متحده ايالاتو عمومي قوماندان وو.

دغه جنرال چي اوس دنده نه اجرا کوي وايي چي د جګړې تر ختمېدو پوري لا ډېر وخت پاته دی، هغه خبرداری ورکوي: «هغه تبريکۍ چي موږ دوه کاله دمخه د القاعدې د له منځه وړلو په برخه کي واورېدلې اوس بې اهميته دي.»

په واشنګټن کي د جېمز تاون بنسټ په کلني کنفرانس کي چي د ترويزم د ستونزو په اړه پکښې خبري کيږي جنرال ماتيس په خپله وينا کي وويل: «القاعيده ارتجاعي خاصيت لري او له شرايطو سره سم ځان عياروي، موږ مخکي تر دې چي عمل وکړو بايد ستراتيژيکي فکر وکړو.»

په ۲۰۱۱ کال د القاعدې شبکې د مشر اسامه بن لادن په وژلو سره داسي خوش بينۍ موجودي وې چي ګويا امريکا متحده ايالاتو او متحدانو يې د جهادي ډلو خطر له منځه يو وړ، خو اوس رسمي چارواکي هيله نه لري.

د امريکا متحده ايالاتو د جورج تاون پوهنتون د سولي او امنيت د مطالعاتو د مرکز مدير بروس هافمن، د جيمز تاون په کنفرانس کي وويل، چي په منځني ختيځ کي د حکومتونو را پرځېدل د دې سبب سول چي القاعدې ته هلته فضا خلاصه سي.

«هغه اکسېجن چي القاعده ور پوري تړلې ده، هغه و خوندي ځايونو ته د هغوی لاس رسی دی. له بده مرغه په تيرو دوو کلونو کي دغي ډلي هغو سيمو ته لاس رسې موندلی چي د حکومتونو تر کنترول وتلي دي.» هغه دغه راز زياته کړه چي «په نايروبي او تر هغه دمخه په بمبي کي برياليو بريدونو دا وښوولو چي دغه ډله اوس توان لري چي د بن لادن يوه له وروستيو غوښتنو او لارښوونو، چي هغه په اروپا کي د بمبی په شان يرغل دی تر سره کړي.»

له تروريزم سره د مبارزې کارپوهان وايي چي د سوريې کورنۍ جګړه چي په هغه کي د د عربي هيوادونو او اروپا داوطلبه افراطيان راټول سوی دي، د القاعدې په ګټه روانه ده.

د امريکا متحده ايالاتو حکومت سلاکار او له تروريزم سره د مبارزې کارپوه دېويد کيلکولن وايي: «په دغه هيواد [سوريه] کي د القاعدې د راټولو سوو چريکانو شمېر ۴۵۰۰۰ تنو ته رسيږي.» هغه زياتوي: «دغه شمېر ډېر د پام وړ دی. دغه شمېر تر هغه دوه چنده دی له په افغانستان کي چي د طالبانو دی.»

د امریکا متحده ايالاتو د استخباراتو يو پخوانی مامور بروس رېدل وايي چي د القاعدې شبکې دوباره حضور دا ښيي چي دغي شبکې په عربي نړۍ کي د وروستيو تحولاتو څخه کټه اخيستې ده.

ريدل وويل: «د هغه چا له پاره چي غواړي له القاعدې سره ملګری سي، د دمشق او قاهرې پيښي د هغوی هغو خبرو ته اعتبار وربخښي چي له مودو راهيسي وايي :نن په اسلامي نړۍ کي د ستنونزو د له منځه وړلو يوازی لار جهاد ده.»