1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارن يوه هيره سوې لانجه

۱۳۸۷ خرداد ۳۰, پنجشنبه

د دوه نيموکالو راپدېخوا د ميانمار د ځواکونه لخوا د کارن د اتنيکي لږکيو په وړاندي زورزياتی روان دی

https://p.dw.com/p/EMtb
د کارن د پوڅ يو عسکر د خپل کوچني سره
د کارن د پوڅ يو عسکر د خپل کوچني سرهانځور: AP

د برما په سويل کي د کارن د اتنيکي لږکيو په وړاندي د ميانمار د پوځيانو لخوا د بشر حقونه تر پښو لاندي کيږي. د2007 زيږديز کال د دوبي په پای کي د مونشن له خوا په لار اچول شويو پراخو لاريونونو، دنړيوالو پام ځانته واړاوه. له دوه نيموکالو راپدېخوا د برما دهيواد په ختيځ کي د ميانمار ځواکونه د کارن د اتنيکي لږکيو په وړاندي جګړه پرمخ بيايي. له 140 زرو تنو څخه ډير کسان وژل شوي، رټل سوي، شړل سوي، زورزياتی ورسره سوی او ياهم د زور کارونو ته ګمارل سوي دي . دا ټول په نړيواله کچه له بشري حقونو څخه سرغړونه او د جرم په توګه ګڼل کيږي. له شپېتو لسيزو راپدېخوا دکارن قيام دوسله والو ځواکونو لخواپدې سيمه کي ځپل کيږي. چي ورسره د ملکي کسانو بشري حقونه هم تر پښو لاندي کيږي. خو د پخوا په انډول په وروستيو دوه نيمو کلونو کي د بې وسلې ملکي کسانو په وړاندي نېغ په نېغه تيری زيات سوی دی. امنيستي انترنيشنل يا د بشر د حقوقو د دفاع کمېټه ددغو تيريو ژرترژره بندول غواړی. د ملګرو ملتونو منشور په2006 عيسوي کال کي د ميان مار حکومت ته مشوره ورکړه چي د ملکي پرګنو په وړاندي د انساني او پرګنيزو حقونو، تر پښو لاندي کول ژر بند کړي.

د کليو اوسېدونکي د امنيستي انترنيشنل کارکونکو ته کيسه کوي چي دوی تل د خپل ژوند، پت او عزت او مال په ويره کي دي، اودوی دا بايد وزغمي چي څنګه زيات شمېر کسان وژل کيږي او ورکيږي.