1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل کي د انسان تښتوونکو بانډ غړي محاکمه سول

ميرويس جلالزی/کابل۱۳۹۲ خرداد ۷, سه‌شنبه

په کابل کي د انسان تښتونکو یوه څلور کسیزه ډله محاکمه شوه. قاضیانو ویل چې دغي ډلي به انسانان تښتول او وروسته به یې د هغوی د خلاصون په بدل کې د سلهاوو زرو ډالرو غوښتنه کوله.

https://p.dw.com/p/18fPB
Europäischer Gerichtshof weist Klagen von Bodenreformopfern zurück Der Hammer eines Richters liegt am Mittwoch (30.03.2005) in einem Gerichtssaal im Europäischen Gericht für Menschenrechte in Straßburg. Die Bundesrepublik muss Opfer der Bodenreform in Ostdeutschland nicht höher entschädigen. Das geht aus einem Urteil des Europäischen Gerichtshofs für Menschenrechte in Straßburg hervor, das am Mittwoch verkündet wurde. Foto: Ronald Wittek +++(c) dpa - Bildfunk+++
Symbolbild Hammer im Gerichtssaalانځور: picture-alliance/ dpa

دغه علني محکمه چي د سه شنې په ورځ په کابل کي جوړه شوې وه پکښې څلور کسان د يوه سوداگر د زوی د غوږ پريکولو او دغه راز د دوو نورو سوداگرو په شکنجه کولو باندي تورن ول محاکمه شول.

د کابل د ابتدايي محکمې قاضي عبدالله وويل، چي تښتوونکو پر خپلو جرمونو باندي اعتراف کړی دی او دوی دغه سزاوي ورکړل شوې:

«دغه کسان چې د حاجي ګلاب الدین په تښتولو او د هغه د غوږ په پرې کولو مجرم وپیژندل شول او د ګډي ډلي غړي دي یو ته لس کاله او دوهم کس ته د شپږو کالو بند سزا ورکړل شوه.»

د کابل د ابتدايي محکمې په خبره د هغه نورو دوو کسانو محاکمه به تر دوسیو بشپړولو وروسته په نژدې راتلونکې کي پيل شي.
خو د هغو کسانو د کورنۍ غړي چې دوستان یي انسان تښتونکو ډلو غلا کړي او شکنجه کړي دي تور لګوي چې قضايي اوعدلي ادارې د پیسو په بدل کې نیول شوي کسان بيرته آزدوي.

د کابل اوسیدونکي خان ګل هغه کس دی چې زوی يې د تره خیلو له سیمي څخه تښتول شوی وو او وروسته بیا د پیسو په بدل کې آزاد شو. هغه وایې تښتونکو لومړی دوه سوه زره ډالر ځني وغوښتل خو وروسته وروسته دا غوښتنه سل زرو امریکايي ډالرو ته راکښته شوه او ده هم ومنله.

د خان ګل په وینا په دې ورستیو کې په کابل کې د سوداګرو او بډایو کورنیو د غړو د تښتونې لړۍ زور اخیستی او یوازنی لامل یې دا دی چې د سړي تښتونکو شبکو غړو ته هغسي چې په کار ده سزا نه ورکول کیږي.

هغه له دویچه ویله سره په خبرو کي وویل قاضیان رشوت اخلي او دې ته نه ګوري چې څومره لوی جنایت کاران ازادوي او ټولي ټولني ته زیان رسوي:

«چې زه یي و نه غوښتم دا قاضي نه دی، دا رشوت خور دی، دا شر او فساد دی، دا قاضیان چې څومره فکر کوي هومره خیانت کوي.»

کابل ښاریان له حکومت څخه غواړي چې د هغو قاضیانو مخه ونیسي چې د سړي تښتونکو د خلاصون له پاره پیسي اخلي. د افغانستان پر عدلي او قضایي نظام باندي د فساد د تورونو لګول کومه نوي خبره نه.

افغان پولیس وایي چې په دې ورستیو میاشتوکې یې د سړي تښونکو څو ډلي نیولي دي. د دغو ډلو دوه سرګروپان چې یاور ډاکو او صمد تفنګچه نومیدل دمګړی د پولیسو په توقیف کي دي.

د کورنیوچارو وزارت نطاق صدیق صديقي وايي د دغسي جنایتونو ګڼ مرتکبین د پولیسو له لوري نیول شوي دي:
«زموږ پولیس توانیدلي دي چې د سړي تښتونکو بیلا بیلي ډلي وځپي او په ګڼ شمېر ئې ونیسي دا لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.»

د سړي تښتونکو له خوا د تښتول شویو کسانو د کورنیو غړي او خپلوان په داسي حال کي د دغو جرمونو مرتکبینوته د سختي سزا ورکولو غوښتنه کوي چې په یوه وروستۍ پیښه کې دوه تنه سړي تښتونکي په هرات کې غړغړه شول.

دغو دوو تنو د یوه سوداګر زوی تر تښتوني وروسته وژلی وو او ولسمشر کرزي یي د اعدام حکم لاسلیک کړی وو چې دغه کار د ولس له تاوده هرکلي سره مخامخ شو.