1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل ښاريان: د لوړو بيو د لاسه پر چا وژاړو

۱۳۸۹ دی ۱۹, یکشنبه

کابل ښاريان وايي چي د تيلو د بيي له لوړيدو سره سم اوس د خوراکي توکو بيي هم لوړي سوي او دوی ته يي نوي لانجي را پورته کړي دي.

https://p.dw.com/p/QpDT
په کابل کي د خوراکي موادو بيه دوه چنده لوړي سوي دي
په کابل کي د خوراکي موادو بيه دوه چنده لوړي سوي ديانځور: AP

دمګړۍ د کابل په بازارونو کي د تقريباُ هر ډول خوراکي توکو په بيه کي لس تر ديرش سلنه پوري لوړ والي رغلي دي.

ښاريان وايي چي دوی د دومره لوړو بيو د ورکولو توان نه لري او په روانو حالاتو کي ډير زيان من سوي دي.

د محمد نبي په نامه د کابل ښار يوه اوسيدونکي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي حکومت د غربو خلکو پروا نه لري او سوداګرو هم خوراکي توکي څومره چي يي زړه غواړي لوړ کړي دي.

« د هرډول خوراکي توکو بيي لوړي سوي دي، د ځينو بيي يي دوه ځله او د ځينو يي دري ځله لوړي سوي».

په همدي حال کي د سوداګرۍ او صنايعو خونو چارواکي وايي چي افغان سوداګرو له څو مياشتو راهيسي په کافي اندازه خوراکي توکي په نړيوالو بازارونو کي پيرلي دي خو يو شمير لارۍ د پولو هغو غاړو ته د بيلا بيلو دلايلو له امله ودرول سوي دي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونو مرستيال خانجان الکوزی وايي افغان سوداګرو څه موده دمخه شاوخوا شل زره ټنه خوراکي توکي د سيمي او نړۍ په بازارونو کي اخيستي خو له بدي مرغي په دغو توکو بار لارۍ د پاکستان د کراچۍ په بندر کي په ناڅرګندو دلايلو درول سوي دي.

الکوزي د خوراکي توکو د بيو د لوړيدو يو بل لامل د تيلو د بيو لوړ والی په ګوتو کوي.

نوموړي وويل دوه مياشتي دمخه به له هرات څخه تر کابله پوري د يوه کانټينر موادو د ليږد لپاره پينځه څلويښت زره افغانۍ کرايه ورکول کيده حال دا چي دغه بيه اوس ۷۵ زره افغانيو ته لوړه سوې دي.

کابل ښاريان په داسي محال د خوراکي توکو د بيوله لوړيدو شکايت کوي چي همد اوس اوس د تيلو بيه لا هم همغسي لوړه پاته ده او حکومت تر اوسه ندي توانيدلي چي د تيلو بيه کنټرول کړي.

څه موده دمخه د سوداګرۍ وزارت او د سوداګرۍ د خونو چارواکو د يوې غونډي په ترځ کي ويلي وو چي دوی يوه ځانګړي کمېسيون ته دنده ورکړي تر څو د خوراکي توکو پر بيي څارنه وکړي خو اوس داسي بريښي چي دغه کميسيون هم ندی توانيدلي چي لږ ترلږه د خوراکي او نورو توکو بيي کنټرول وساتي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل