1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: د ګلدرې ولسوالۍ د قلعه فرمان او ګدارې په کليو کې برښنا

۱۳۸۸ آبان ۲۶, سه‌شنبه

د کابل ولايت د ملي پيوستون د پروګرام په مالي مرسته د ګلدرې ولسوالۍ د قلعه فرمان او ګدارې په کليو کې د هايدروپاور يا د برښنا د توليد يوه شبکه له جوړيدو څخه وروسته ګټې اخيستنې ته سپارل شويده.

https://p.dw.com/p/KYw6
انځور: AP

د دغې پروژې مالي لګښت دوه ميليونه او اووه سوه زرو افغانيو ته رسيږي چې لس سلنه خلکو هم پکښې ونډه اخيستې ده.

د هايدرو پاور دغه دستګاه د شل کليواټه برښنا د توليد وړتيا لري چې د دواړو کليو 333 کورنۍ له دغې برښنا څخه ګټه اخلي.

د ملي پيوستون د پروګرام چارواکي وايي چې د دواړو کليو وګړنيزو شوراګانو خپلې د ونډې پيسې سره يو ځای کړې او په ګډه يې دغه برښنايي شبکه جوړه کړه چې اوس د دواړو کليو اوسيدونکي ترې خوشاله دي.

د کابل ولايت د ګلدرې د ولسوالۍ د ګدارې او قلعه فرمان په کليو کې د هايدروپاور يا د برښنا يوه شبکه وروسته له جوړيدو څخه ګټې اخيستنې ته سپارل شويده. د دغې برښنايي شبکې له روښنايي څخه د دواړو کليو 333 کورنۍ برخمنې شويدي.

د دغې پروژې مالي لګښت د ملي پيوستون د پروګرام لخوا ورکړل شوی چې لس سلنه د سيمې خلکو هم پکښې ونډه اخيستې ده.

د کابل ولايت د ملي پيوستون د پروګرام مسوول انجينر عبدالواسع غفاري وايي چې : د ګدارې او قلعه فرمان د کليو وګړنيزو شوراګانو خپلې د ونډې پيسې يې سره يو ځای کړې او د هايدروپاور يوه ګډه پروژه يې پلې کړې چې اوس د دواړو کليو د اوسيدونکولپاره ګټه وره تمامه شويده .

د ګلدرې ولسوالۍ د قلعه فرمان د کلي د وګړنيزې شورا مشر فتاح محمد وايي چې، د دې پروژې له بشپړيدو څخه دمخه د دواړو کليو اوسيدونکي له برښنا څخه بې برخې ؤ ، خلکوبه له لاټينونو څخه کاراخيسته خو د ملي پيوستون د پروګرام په برکت او د خلکو د هڅو له امله وتوانيدو چې د برښنا له رڼا څخه برخمن شو.

د قلعه فرمان د کلي يو بل تن اوسيدونکی ملک محراب الدين وايي چې، تر دې د مخه مو د شپې له پلوه دوکانونه او کوڅې په تيارو کې ډوبې وې خو د برښنا د شبکې په جوړيدو سره اوس هر کور ته برښنايي مزي غځيدلي او جماتونه ، دکانونه ، کوڅې او کورونه مو له برښنا څخه روښانه شوي دي.

د ګدارې او قلعه فرمان د کليو اوسيدونکي دملي پيوستون له دغه اقدام څخه هرکلی کوي او د کلي هر اوسيدونکی په دې وياړي چې دوی د برښنا په رڼا کې تيارې شپې صبا کوي ځني اوسيدونکي وايي چې : دوی د ښاريانو په پرتله هم ښه برښنا لري ځکه د اوبو د زياتوالي په صورت کې 24 ساعته کولای شي له برښنا څخه ګټه واخلي.

د ګلدرې د ولسوالۍ د ملي پيوستون د پروګرام مسوول تاج محمد فقيري وايي چې : د دغې پروژې مالي لګښت دوه ميليونه او اووه سوه زرو افغانيو ته رسيږي.

د ګدارې او قلعه فرمان د کليو هايدروپاورد شل کليواټه برښنا د توليد وړتيا لري او دواړه ګاونډي کلي چې 222 کورنۍ د قلعه فرمان په کلي کې او 110 کورنۍ د ګدارې په کلي کې ژوند کوي په مساوي توګه د دغې پروژې له برښنا څخه ګټه اخلي.

د قلعه فرمان دکلي د وګړنيزې شورا مشر وايي چې، دوی په دواړو کليو کې د برښنا د ويش او ښه تنظيم لپاره يوه کميټه ټاکلې تر څو له دغه بهير څخه څارنه وکړي اوخلک دې ته وهڅوي چې د برښنا د ستنو او مزيو په ساتلو کې کلکه پاملرنه وکړي.

انور بری پال

کتونکی: يحيی وردک