1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل ته د حنا رباني سفر؛ خو اصلي اجندا څه وه؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ آذر ۸, سه‌شنبه

د طالبانو اداره وايي، له پاکستاني پلاوي سره د نورو ډېر موضوعاتو ترڅنګ د ویزو په برخه کې د ستونزو پر حل خبرې شوي. خو کارپوهان وايي چې کيدای شي دغه سفر پټه محتوا ولري.

https://p.dw.com/p/4KF6z
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کر
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کرانځور: dapd

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې امیر خان متقي د پاکستان د دولت د وزیرې حنا رباني کهر په مشرۍ له پلاوي سره د دواړو هيوادونو په اړیکو، د افغان زندانیانو پر خوشې کولو، سوداګرۍ او ترانزیټ خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند حافظ ضیا احمد تکل په دې اړه وویل: «پاکستاني هیئت په پاکستان کي د افغان مهاجرو سره د ښه سلوک، د تګ راتګ پر لارو او د ویزو په برخه کې د ستونزو د حل په باب د همکاریو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې له افغانستان سره د تجارت او ترانزیټ د پیاوړتیا او پراختیا په هکله به لازم ګامونه پورته کړي.»

تکل زیاته کړه چې په دې کتنه کې د بهرنیو چارو ځای ناستي امیر خان متقي د ټاپي، ټاپ، اورګاډي پټلۍ او نورو لویو پروژو پیل کولو ته چمتووالی وښود او د سیاسي اړیکو، اقتصادي ودې او امنیت په اړه یې د طالبانو د حکومت دریځ څرګند کړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتیا له پاره نوي میکانیزمونه جوړیږي، دغه راز پاکستاني پلاوي ژمنه کړې چې تګ راتګ او د ویزو په برخه کې پرتې ستونزې به هواروي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې پر بنسټ حنا رباني کهر په دې کتنه کې وویل: «دا چي افغانستان او پاکستان دوه مسلمان همسایه هیوادونه دي او کلتوري مشترکات هم سره لري نو د دواړو هیوادونو حکومتونه باید یو له بل سره همکاري وکړي او دوه اړخیزې عامه ګټې خوندي وساتي.»

دا سفر داسې مهال شوی چې په دې وروستیو کې پر ډیورنډ کرښه د افغانانو له پاره تګ راتګ سخت شوی او ان وخت نا وخته د پاکستاني پوله ساتو او طالب ځواکونو ترمنځ جګړې هم کیږي.

وروستی یې د پکتیا پټان ولسوالۍ ته څېرمه پر ډیورنډ کرښه وسله وال اخ و ډب دی چې مرګ ژوبله یې هم لرله او د دې جګړې له امله د پټان -  خرلاڅيو لاره تړل شوې وه.

اړوند مطالب:«په سپين بولدک کې د پاکستاني پوليسو چلن غير انساني دی»

دغه راز، تر دې وړاندې د کندهار په سپین بولدک کې هم د پاکستان پوله ساتو ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې لږ تر لږه د یوه پاکستاني سرتیري د وژل کېدو خبر ورکړل شوی ؤ.

له همدې سره هممهاله پر ډیورنډ کرښه له اوښتونکو افغانانو او د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د سخت چلند ویډیوګانې هم لاس پر لاس کیږي.

افغان شنونکي ډاکټر حکمت الله حکمت دویچه ویله ته وویل، د حنا رباني کهر په مشرۍ کابل ته د پاکستاني پلاوي صلاحیتونه او مسؤولیتونه په هغه کچه نه دي چې د سترو پریکړو واک دې ولري:

«د حنا رباني ګوند هم په حکومت کې هغه رول نه لري چې باید درلودلای یې، نو ځکه زما هم لکه د نورو ډیرو افغانانو په څېر له دغه سفر څخه خاص انتظار نشته، خو حد اقل هېله مو داده چې په سپین بولدک، تورخم، غلام خان او انګور اډه کې د افغانانو له ځورولو لاس واخلي.»

دغه افغان کارپوه زیاتوي سره له دې چې کابل ته پرسفر پاکستانی پلاوی په لوړه کچه نه دی خو پاکستان کې وروستي سیاسي بدلونونه، سیاسي کړکیچونه او پر ډیورنډ وروستي تاوتریخوالي هغه څه دي چې پاکستان غواړي حل لارې ورته ومومي.

پاکستاني طالبانو له حکومت سره د اوربند پای ته رسولو اعلان کړی
پاکستاني طالبانو له حکومت سره د اوربند پای ته رسولو اعلان کړیانځور: picture-alliance/dpa

دا داسې مهال دی چې پاکستاني طالبانو د اوربند ختمولو خبر ورکړی او ګواښ یې کړی چې په ټول هيواد کې به بیا بریدونه پيل کړي.

ډاکټر حکمت په دې اړه وویل: «د دې سفر پټه محتوا کېدای شي دا هم وي چې پاکستان د هغو ډلو چې افغانان ورسره اړیکي لري له هغې جملې څخه ټي ټي پي د هغوی د جګړې او مبارزې په مهارولو کې له افغان لوري مرسته وغواړي.»

پاکستاني طالبانو د روان میلادي کال د می میاشتې راهېسې له حکومت سره اوربند کړی ؤ، چې د دې اوربند موده هم د هغه مذاکراتو پرمهال تر ناڅرګندې مودې غځېدلې وه چې کوربتوب یې طالبانو کاوه.

پاکستاني طالبانو تېره اکتوبر میاشت له حکومت سره په کابل کې مذاکرات پيل کړي ول او طالبانو منلې وه چې د دواړو لورو ترمنځ د «خیر په نیت» د خبرو منځګړیتوب کوي.