1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"ښځې د سولې د شورا پریکړو کې ښکیلې نه دي"

۱۳۹۱ فروردین ۳, پنجشنبه

د افغانستان د سولي د عالي شورا یوې غړي ویلي دي چې د دغي شورا ښځینه غړي له طالبانو سره د خبرو په برخه کښي ګوښې ته کړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/14PBZ
انځور: AP

د سولي عالي شورا ۷۰ تنه غړي لري چي نهه تنې ښځي دي او له وسله والو طالبانو سره ئې د سولي د خبرو اترو د ترسره کولو دنده پرغاړه ده.

ددغي شورا یوه غړې گلالۍ نور صافۍ، وایي چې که څه هم د سولي د شورا ښځینه غړي د سولي په اړه په سیمینارونو او کنفرانسونو کښي گډون کوي خو په مهمو پریکړو کې هغوی ته ونډه نه ورکول کيږي.

گلالۍ وایي چي دوی فکر کوي چې د سولي د شورا په مهمو پریکړو کي ونډه نه ورکول کیږي:

«موږ هڅه کوو چې د سولي په بهیر کي برخه ولرو خو ډیر وخت د خبرو اترو له بهیر څخه په لاسي لاس گوښې ته کيږو.»

دغه شورا چي دوه کاله مخکي د ولسمشر کرزي له خوا جوړه سوه د افغانستان د بېلا بېلو قومونو او سیاسي ډلو استازي پکښې دي.

د سولي عالي شورا دنده لري چې له طالبانو سره خبري اتري وکړي او په افغانستان کي رواني جگړې ته د پای ټکی کښېږدي.

خو داسي ښکاري چي د سولي شورا په خپل هدف کې د پام وړ لاسه ته راوړني نه لري. د دې شورا تر څنگ امریکایانو هم له طالبانو سره خبري پیل کړي دي چې په نتيجه کي ئې طالبانو اعلان وکړ چي په قطر کي به یو سیاسي دفتر پرانیزي.

خو اوس طالبان وايي چي نه غواړي له امریکا سره خبري وکړي. د هغوی په خبره امريکا ئې غوښتني له پامه غورځوي.

په ولسي جرگه کي د بلخ ولايت استازې صافۍ وايي چي ښځي له طالبانو سره د خبرو اترو مخالفي نه دي خو د هغوی حقوق باید د افغانستان د سولي تر بهیر قرباني نه شي:

«زموږ هدف دا دئ چې خپل فعال حضور د سولي په بهیر کي وساتو. موږ نه غواړو چي یوازي د احصایو له پاره د سولي په شورا کي واوسو.»

په داسي حال کي چې په افغانستان کي له طالبانو سره د سولي د خبرو پر سر ډیر ټینگار کیږي، په دغه هیواد کي د ښځو د حقونو یو شمیر فعال سازمانونه اندیښنه لري چي د ښځو حقوق د سولي د خبرو اترو قرباني نه شي.

دغه اندیښنې هغه وخت لا پسې ډیري شوې چې ولسمشر کرزي د علماوو شورا د هغي اعلامیې ملاتړ وکړ چې پکښي د ښځو پر واندي یو شمیر محدودیتونه راغلي ول.

صافۍ وایي چې حکومت باید له ښځو څخه ملاتړ وکړي. هغه زیاتوي دا چي افغان دولت د علماوو شورا د اعلامیې ملاتړ کړی دئ هغه ئې په اندیښنه کي کړې ده.

د صافۍ په خبره اوس د سولي شورا ښځینه غړي د افغانستان بېلا بېلو سیمو ته سفرونه کوي چې د سولي د بهیر په اړه د ښځو نظرونه راټول کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل