1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښایي انتونیو گوتیرس د ملگرو ملتونو نوی عمومي منشي شي

۱۳۹۵ مهر ۱۵, پنجشنبه

د ملگرو ملتونو امنیت شورا د مهاجرو د عالي کمیسارۍ پخوانی مشر انتونیو گوتیرس، د ملگرو ملتونو عمومي منشي څوکۍ ته د خوښې د کاند په توگه یاد کړی دی. خو د هغه په هکله وروستۍ پریکړه د ملگرو ملتونو عمومي اسامبله کوي.

https://p.dw.com/p/2QwH0
USA Antonio Guterres in New York
انځور: Getty Images/AFP/K. Betancur

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو د عالي کمیسارۍ یا (UNHCR) پخوانی مشر انتونیو گوتیرس چې د پرتگال صدراعظم هم پاتې شوی دی ښایي په قوي احتمال سره د ملگرو ملتونو راتلونکی عمومي منشي شي.

د ملگرو ملتونو امنیت شورا کې کې په یوه غیر رسمي رای اچونه کې هغه تر ټولو زیاتې رای واخیستې. په ملگرو ملتونو کې د روسیې استازي ویتالي چورکین په نیویارک کې وویل: «زموږ له شپږو نا رسمي پوښتنو وروسته موږ یو د خوښې وړ نوماند لرو او د هغه نوم انتونیو گوتیرس دی. موږ به سبا سهار لس بجې په دې هکله رسمي رای اچونه تر سره کړو.»

اوس باید د ملگرو ملتونو عمومي اسامبله د امنیت شورا سپارښتنه په رسمي توگه تائید کړي، یعنې باید رای اچونه تر سره شي. په پام کې ده چې په دې تړاو د امنیت شورا د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې خپله رسمي رای وکاروي، خو له دغې رای اچونې څخه هم د دې پایلې انتظار کیږي چې انتونیو گوتیرس به د نوماندۍ له پاره رای تر لاسه کړي. تر دې دمخه هم د امنیت شورا پنځلسو غړو په یوه غیر رسمي رای اچونه کې دغه ۶۷ کلن ته د خوښې د نوماند په توگه تر ټولو ډیرې رای ورکړې وې.

تر دې اعلان لږ څه وروسته په ملگرو ملتونو کې د متحدو ایالاتو استازې سمنتا پاور، د ټویټر په خپل لنډ پیغام کې د امنیت شورا د گوتیرس د نوماندۍ په پریکړه کې متحده بللې وه.

فرانسې او بریتانیې هم د گوتیرس نوماندي تائید کړې ده او په ملگرو ملتونو کې د بریتانیې استازي متیو رای کروفټ ویلي وو چې گوتیرس به پیاوړي او اغیزناک عمومي منشي وي.

په داسې حال کې چې د ملگرو ملتونو پنځوسو غړو هیوادونو د عمومي منشي په توگه د یوې ښځینه نوماندې له پاره کمپاین کاوه، د گوتیرس د احتمالي کاندیدو خبر رامنځ ته کیږي.

ټول لس کاندیدان د عمومي اسامبلۍ د غړو د دوه ساعته مرکه سره مخامخ شوي وو، چې ډیری دیپلوماتانو گوتیرس غوره بللی وو.

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمیسارۍ د مشر په توگه گوتیرس د دې له پاره سخت کمپاین کړی وو چې هوسا هیوادونو دې د سوریې، عراق او افغانستان له کړکیچونو څخه راتښتیدلي کډوال ومني.

تیر کال په اروپا کې د کډوالو د کړکیچ تر مخه هغه خبرداری ورکړی وو که چیرې د سوریې گاونډیو هیوادونو ترکیې او اردن سره لا ډیرې مرستې و نه شي نو د اروپا لویه وچه به د مهاجرو د سترې څپې شاهده وي.

د ملگرو ملتونو د اوسني عمومي منشي بانکي مون دوهمه پنځه کلنه دوره د روان میلادي کال د دسمبر میاشتې په ۳۱ نېټه پای ته رسیږي.