1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ښايي ۲۰۰ زره ماشومانو ته د پولیو واکسین و نه رسیږي

۱۳۹۶ فروردین ۷, دوشنبه

د افغانستان د عامه روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې په هیواد کې ۸،۹ میلیونه ماشومانو ته پولیو واکسین د رسولو په موخه د څلورو کمپاینونو لړۍ پیل شوې ده.

https://p.dw.com/p/2a1Y5
Afghanistan Polioimpfung
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د پولیو د کمپاین تنظیموونکي هدایت الله ستانکزي، د آلمان خبري آژانس ته وویل چې په دې پنځه ورځني کمپاین کې ۶۸۰۰۰ رضاکارانو ګډون کړی دی چې د ماشومانو د واکسینولو له پاره به کور په کور ګرځي.

په روان کال کې به درې نور ورته کمپاینونه هم پيل شي.

ستانکزي په عین حال کې ګواښ وکړ چې شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ ماشومانو ته به د ناامنیو له کبله د پولیو واکسین و نه رسیږي. دغه ماشومان پر نورو سیمو سربيره په کندز، هلمند، فراه، کندهار او پکتیکا ولایت کې ژوند کوي. په ۲۰۱۶م کال کې هم په زرونو ماشومانو ته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د جګړې له کبله واکسین نه وو رسیدلی.

په ځینو سیمو کې، لکه د بیلګې په توګه په هلمند ولایت کې، طالبانو د پولیو پر واکسین باندي بندیز ولګاوه، ځکه هغوی شک لره چې یو شمیر واکسین کوونکي د هغوی په اړه افغان ځواکونو ته معلومات ورکوي.

ستانکزي وویل چې یوازې په کندز ولایت کې به شاوخوا ۱۶۰۰۰۰ ماشومانو ته واکسین و نه رسیږي، ځکه طالبان په دې سیمه کې اجازه نه ورکوي چې د واکسین تیمونه کور په کور وګرځي.

د وروستیو رپوټونو په حواله افغان حکومت د هیواد له ۶۰ سلنه څخه لږ برخه تر خپل بشپړ کنترول لاندې لري.

ستانکزي دا هم روښانه کړې ده چې د افغانستان په درو مرکزي ولایتونو کې د خرابې هوا له کبله واکسين تر دوو اوونیو زيات وخت له پاره ځنډول شوی دی. د عامي روغتیا وزارت تیرکال د پولیو ۱۳ پیښې ثبت کړي دي. سږ کال هم تر اوسه پورې د دې ناروغۍ دوې پیښې ثبت شوې دي.

افغانستان په نړۍ کې یو له هغو درو هیوادونو څخه دی چې تر اوسه پکښې د پولیو پیښې رامنځ ته کیږی. نور دوه هیوادونه پاکستان او نایجیریا دي.