1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ژړۍ ولسوالي بيا رغول کيږي

۱۳۸۸ اسفند ۱۲, چهارشنبه

د کندهار ولايت د ژړۍ ولسوالي چي يوه له سرسبزو ولسواليو څخه شمېرل کيږي دغه راز د څو کلنو راپدېخو د جګړو ډګر ګرځېدلی او سخته ځپل سوې ده...

https://p.dw.com/p/MIVu
په دې ولسوالۍ کي د يو ښوونځی دروازه هم نه ده پرانستې
په دې ولسوالۍ کي د يو ښوونځی دروازه هم نه ده پرانستېانځور: AP

د کندهار ولايت چارواکي وايي چي اوس به ډير ژر يوار بيا د هغي ولسوالۍ چي پکښې د يوې ښو ونځی دروازه هم نه ده پرانستې د بيا رغوني بهير پيل سي.

په دغي ولسوالي کي د ولايت د مقام اجرايه ريس وويل چه د بازسازي د پروژو د بيا پيليدو ترڅنګ مود ولسوالي له شورا سره له نزدي وکتل او دهغو ښوونځيود دروازو د بيا خلاصيدو هيلي څرګندي کړي کوم چه د امنيتي ملحوظاتو له کبله تړل سوي وي.

بله خوا د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ ولسوال،چي دغه ولسوالي يې د کندهار د ښار دروازه وبلل له بلي خوا يې دغه ولسوالي يوه زراعتي او د انګورو د باغونو يوه غني او سرسبزه ولسوالي هم وبلله او ويويل، چي ددغي ولسوالي کروندګر او باغدار يو سوړساتنځای يا کولډسټوريج د جوړولو غوښتني لري ترڅوددوي زراعتي او د ميوو محصولات پکښي د څه مدت زمان لپاره خوندي وساتي.

همدارنکه د ولايت د مقام اجرايه ريس هم د خلګوته ددوي دغوښتني يا سوړ ساتنځاي د جوړولو په اړه وويل، چي د امريکا هيواد يو لوړپوړي ډيپلومات هم پدي سفرکي برخه راسره اخيستي ده ستاسو دا غوښتنه مو له دوي سره مطرح کړه،چي ډيرژر به د کولډ ستوريج د جوړولو منظوري واخيستل سي او کاربه پري شروع سي.

د يادوني وړده د کندهار ژړۍ ولسوالي، چي د کندهارلويديځ پلو تقريبا څلويښت کيلومترۍ کي پرته ده، ډيرکله ورڅخه د جنګ جګړو،د سړک دغاړي د بمي چاودنو او د نا امنيوڅرګندوني کيږي، چي ددولتي چارواکو په وينا اوس مهال پدغي ولسوالي کي څه ناڅه امنيت تامين سويدي .چه د بيارغوني کارونه به پکي پيل سي.

حکمت الله اسلمي

کتونکی. زيارمل