1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډيرو موټرانو او دودانو د کابل پرچاپيريال باندي بده اغيزه کړې ده

۱۳۸۸ خرداد ۵, سه‌شنبه

د كابل په ښار كې بيله داخلي او خارجي پوځي وسايطو اودولتي موټرانو څخه يوازي په خصوصي سكټور پوري مربوط تقريبأ 400000 موټران موجود دي ...

https://p.dw.com/p/HxtB
په کابل کښي د موټرانو ډيروالی
په کابل کښي د موټرانو ډيروالیانځور: AP

د افغانستان په لويو ښارونو په خاص ډول د كابل په ښار كې د ترافيكو له حده زياته ګڼه ګوڼه يود هغو ښاري او ټولنيزو ستونزو څخه ده چه دكابل د ښار اوسيدونكي ورسره مخامخ دي .که څه هم په كابل كښي د يوې خوا د كال ماډل موټران په سترګو كيږي ،خو دبلې خوا بيا دغه موټران د ښار دسړکانو د امکاناتوپه مقايسه څو برابره ډير دي . هغوی د يوې خوا ښاريانو ته په تګ -راتګ کښي مشکلات پيدا كړي،اودبلي خوايې د ښار پر ككړتيا ډيره خرابه اغيزه کړيده .

د كابل ولايت د ترافيكو د ادارې مرستيال سمونوال الحاج محمد اكبر وويل چې د كابل ښار سړکان د 40000 څخه تر 50000 نقليه وسايطو د ګرځيدو امکانات لري، په داسې حال كې چې اوس هغه لکو ته رسيږي .

د ترافيكو د ادارې مرستيال وايي چې : د ترافيكو تر حده زياته ګڼه ګوڼه د ترافيكو په بهير كې لويه ستونزه رامنځ ته كړې ده . دى وايي چه ،دلږو واټونو موجوديت او همدارنګه د ځينو سړکانو خرابوالى او هغه دودان چې د موټرانو څخه راوزي دکابل چاپيريال او محيط يې خراب کړی او د خطر سره مخامخ كړيدی.

د كابل ښار يوتن اوسيدونكى وايي چې، په ښار كې د ترافيكو ګڼه ګوڼه د خلكو دپاره مشکلات راپيدا كړي او د موټرانو د دود له کبله ښاريانو ته ډول ډول ناروغۍ پيدا كيږي،او هيله څرګندوي چه يو څه بايد وسي .

ټكسي چلوونكى ګلاب خان وايي چه ،دولايتونو څخه هم ډير موټران كابل ته راځي ،سره لدې چې د ښار څخه دباندي اډې هم ورته جوړي سوي دي . ګلاب خان هم په دې نظر دی چه هغه دمختلفو مريضيو سبب ګرزي .

د ترافيكو دادارې مرستيال وايي چي دوى د مخه دا تجويز نيولى ؤ چه د ترافيكو د ګڼه ګوڼې مخنيوى وسي ،خو د چارواكو لخواورته پاملرنه ونسوه .

دى وايي چه دترافيكو ادارې په دې اړوند د كورنيو چارود وزارت د لاري مربوطه ادارو ته وړانديزونه وكړل چې زاړه انجنونه او زاړه موټران چه د کښته ماډل درلودونكي دي اوډير دودان كوي، افغانستان ته راوارد نسي .دغه پيشنهادکه څه هم د يوې مودې دپاره پلى سو، خو بياوروسته د سوداګرۍ او ماليې وزارت د دغو وارداتو مخه خلاصه كړه .

په داسي حال كې چه همدا اوس د موټرانو بې حده زياتوالى كابل ښاريانو ته مشکلات پيدا كړي ،هره ورځ د ترافيكو اداره څه د پاسه سلو نوو وارد شوو موټرانو ته د ګرځيدو جوازونه وركوي .چه ددغه بهير دوام به په راتلونكي كي په داسی يوه ستونزه بدل سي چې مخنيوى به يې ګران وي .

برى پال

کتونکی : محمد قاسم نوري