1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډبليو ډبليو ډبليو

۱۳۸۷ اردیبهشت ۱۶, دوشنبه

د 15 کالوڅخه را پدیخوا www توری د انترنيتی پتو په موندلو کی ډير ستر نقش لوبوی دغه دری تورۍ د دريو انګریزی کلمو دلمړيو تورو څخه اخيستل شوۍ دی.

https://p.dw.com/p/DtZk

د world wide web څخه چی پښتو ژباړه یی دانترنیت نړيواله شبکه ده.

دغه اصطلا 15 کاله پخوا د جون دمياشتۍ په 30 نيټه په ژنيو کی د CERN په نامه د څيړنۍ په يوه سویسی مرکز کی اختراع شوۍ وه خو هغه وخت دوی پخپله هم نه پوهيده چی د انترنيت د نړيوالۍ شبکۍ د پاره به دبلیو ډبليو ډبليو څومره داهميت وړتورۍ وی. پاسکال لښلر رپوټ راکوی:

د ډبليو ډبليو ډبليو ټکې سره سړی د بريښنا ليک يا ايميل يوه پته په نښه کولای شی.

نن ورځ دری واری ډبليو هغه توری دی چی ښایی د نورو تورو په پرتله زښته زيات په ټايپ کی ليکل کيږی . د اتياومی لسيزۍ په پای کی برطانوی فزيک پوه Tim Berners-Lee او بلجيمی robert Cailliau په ژنيو کی د Cern په نامه د اوروپایی اتومۍ څيړنو په مرکز کی دی فکر ته راغلل چی په نړيواله سويه دمعلوماتو يوه شبکه جوړه کړی. په دی وخت کی انترنيت و. او د انترنيت له لاری پوهان او عالمان د يوبل سره د شبکو له لاری اړیکی سره درلودل خو څنګه چی Robert Cailliau وايی:

مونږ يوه واحد ستاندارد ته اړه درلوده . او داسی يو ستاندارد مونږه نه درلوده داسی ارقام او معلومات و چی په نړيواله سویه په لاس کی و خو بايده دی چی په يو خاص رمز سره هرچا ترلاسه کولای شوای او بایده دی چی ددی دپاره یی يو فيس هم تاديه کړی وای او له همدی امله دغه معلوماتو ته رسیدل آسانه کار نه و . دا دپوهانودپاره په اصطلا دوخت يو چلنج و چی دوی بايد داسی يوګډ سیستم لرلای چی کولای شوای پخپل منځ کی معلومات او ارقام سره تبادله کړی. بلجيمی کار پوه Cailliau وایی چی:

مونږ داسی یو نظر درلود چی يوسيستم جوړ کړو چی ددغه سيستم له لاری سړی وشی کړای اسناد اومواد سره تبادله کړی او ديوبل سره پرله پسی اړیکی ولری. برطانوی فزيک پوه Tim Berners - Lee دغۍ موخی ته د رسیدلو دپاره په دی نظر و چی د انترنيت دشبکۍ څخه بايده دی دزیر بنا په توګه کار واخيستل شی. ددغه متوده څخه په اکاډمیک نړۍ کی زیات کا راخيستل کیده. مونږ دغه رازمعلومات دتبادلۍ دپاره world wide web یا دانترنيت دنړيوالۍ شبکی نو کيښوده مخکی له دی چی دغه دمعلوماتو دتبادلۍ نړيوال سیستم زيات پراختيا موندلای وی. د دغه سيستم په اختراع او رواجولو سره په حقيقت کی د ارتباطاتو له نظره نړۍ ډيره کوچنۍ شوۍ.

په 1989 میلادی کال کی Berners Lee هڅه کړی چی په دی اړوند یو يروګرام وليکی. دغه پروګرام ديوه ارتباطی يا اړونديز متن په بڼسټ بناشوی چی سړی کولای شی، په اصطلا په يوه کوماندو سر ه ديوه متن څخه بل متن ته ولاړ شی. او د يوۍ نښۍ په مرسته سړی کولای شی چی هغه معلومات هم ولولی چی ډير لری په يوه بل کامپيوتر کی وی.