1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین: د رستورانت په اورلګیدنه کي ۱۷ کسان مړه سوي دي

۱۴۰۱ مهر ۶, چهارشنبه

د چین د شمال شرق په یوه رستورنت کي د اورلګیدني له کبله ۱۷ کسان مړه سوي او درې نور ټپیان سوي دي. محلي چارواکو خبر ورکړی دی، چي دغه پيښه نن چهارشنبه د غرمې پر مهال د چانګچون ښار په یوه رستورانت کي رامنځته سوې ده.

https://p.dw.com/p/4HTGN
China Shanghai | Feuer in Chemiewerk
انځور: Fang Zhe/Xinhua/picture alliance

او اور یې تر دوه نیمه ساعته وروسته تر کنټرول لاندی راغی. د اور لګیدو د علت په باب امنیتي چارواکو پلټني شروع کړي دي. 

په چین کي اکثرأ په  تعمیرو او ودانیو کي اورلګیدني رامنځته کیږي، چي علتونه یې د نورو ترڅنګ په هغو کي د امنیتي تدابیرو په نظر کي نه نیول او په مخ پر ډیریدونکي ډول سره پخپل سر جوړیدونکي ودانۍ دي.