1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چینايي ورځپاڼه: دونالد ترمپ ماشوم ته ورته دی

۱۳۹۵ آذر ۲۲, دوشنبه

یوي چینايي دولتي ورځپاڼې د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر «ماشوم ته ورته» ګڼلی دی. د ترمپ له خوا د «ون چاینا یا یو چین» پالیسۍ باندې د بیا کتنې موضوع پر سر د چین حکومت هم سخت غبرګون ښوولی دی.

https://p.dw.com/p/2U8W1
China Donald Trump auf Titelseite einer Zeitschrift
انځور: Getty Images/AFP/G. Baker

د فرانسې خبري آژانس ویلی دي چې د امریکا متحدو ایالاتو نوي ټاکل شوي ولسمشر «د یوه چین» پر پالیسۍ غواړي له سره کتنه وکړي او په دې کار سره د چین حکومت خپل تشویش څرګند کړی دی. د رواني عيسوي میاشتې پر ۱۲ نیټه یوې چینايي دولتي ورځپاڼې له تایوان سره د ترمپ د نږدیوالي په هکله غبرګون ښوولی او په دې غبرګون کې یې «ترمپ ماشوم ته ورته» بللی دی.

د ګلوبل ټایمز په نامه دغي ورځپاڼي لیکلي دي چې د چین حکومت د «یو چین» پر سیاست هیڅ راز جوړ جاړی نه کوي. په دې هکله له تایوان سره هر راز معامله د بیجینګ له پاره ډیره حساسه ده.

د «یو چین» سیاست په دې معنی دی چې تایوان له چین څخه جلا شوې برخه ده او اوس هم د چین برخه ګڼل کیږي. بل لوري ته په تایوان کې خپلواکي غوښتونکي هڅه کوي چې خپلواکه تایوان رامنځ ته کړي او د چین له ولکې څخه ځان خلاص کړي. په دې هکله بیجینګ نړیوالو ته خپل موقف څرګند کړی دی.

په ۱۹۷۹م کال کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر جمي کارټر د حکومت په موده کې د «یو چین» پر پالیسۍ عملي کار پیل کړی وو. خو د روان کال د ډیسمبر مياشتي په دویمه ورځ ترمپ د ټایوان له صدراعظمې سره تلیفوني خبري وکړي او د متحدو ایالاتو له خوا د لسیزو غلطي پالیسې پر سر یې خپل نظر ورته څرګند کړ.

تر۱۹۷۹م کال وروسته د تایوان له صدر اعظم سره د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دا لومړۍ اړیکه وه. دغه کار ته چین ارزښت ور نه کړ او دا کار یې بې ارزښته و گاڼه.

نور مطالب: