1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين: د پخوانيو غلطيو څخه درس اخيستل

۱۳۸۷ اردیبهشت ۲۶, پنجشنبه

معمولا هرڅوک ځانته د طالع مندی او نيک مرغی يو شمير لری او د چینايانو د پاره 8 د خوش شانسی او نيک مرغۍ يو شمير بلل کيږی، که داسی وای نو 2008 میلادی کال به د چينايانو د پاره خوش شانسی له ځانه سره روړلی.

https://p.dw.com/p/E0EH
يوه نجلۍ له خاورو څخه راکښل کېږی
يوه نجلۍ له خاورو څخه راکښل کېږیانځور: AP

په تیره بيا چی په همدی کال کی داولمپيک نړيوالی لوبی په پيکنګ کی کيږی. او چينایان له دی امله ډير خوشاله هم و. خو وروسته همداو چی دچين په جنوب کی دواورۍ داوریدلو مصيبت رامنځ ته شو ، د مارچ په مياشت کی په تبت کی نا آرامی منځ ته راغلۍ چينایانو ددغه ناآراميو د غلۍ کولو د پاره د زور اوزياتيو څخه کار واخيست په لویدیځو هيوادونو کی په تبت کی د چين به سياست باندی د اعتراضونوڅپۍ رابورته شوی او چينايانو د دغه اعتراضونو په ضد سخت غبرګونونه وښودل او اوس په چين کی د زلزلی پيښه چی يوه لويه انسانی فاجعه بلل کيدای شی.

لاتراوسه هم نده څرګنده چی د دغۍ لویي انسانی فاجعۍ عواقب به څه وی؟ لا تر اوسه دوه ورځۍ تيرۍ شوی خو د دغۍ پيښی به هماغه لمړنيو شیبو کی دا مساله څرګنده شوه چی چينایا ن به د دغۍ پيښی په مقابل کی داسی یو غبرګون وښه يی چی د ټولو د پاره به د اريانتيا وړ وی. چینایانو دا ځلۍ د دغۍ پيښۍ نه وروسته د اصلا دا څه نده کړی چی د پيښی په حقايقو باندی کومه پرده وغوړوی، یا موضوع کوچنی وښه یی او يا په پروپاګندونو لاس پوری کړی. نه برعکس سمدستی دزلزلۍ دپيښی نه وروسته د چین دولتی تلوزيون په دی پيل کړی چی د پيښی له سيمی څخه ربوټ ورکړی او څه چی پيښيږی هغه برملا وښه يی.

د چين په ټولو خبری رسنیو او مطبوعاتو کی د بحران ځپلۍ سيمۍ جغرافيايی نقشی شودل کيږی، شمیرونه، موړی، ټپيان او هغه کسان چی د زلزلۍ په اثر تر کنډوالو لاندی شوی او په هرشيبه کی نوی اطلاعات او نوۍ خبرونه خپریږی خبريالان پرته دهرډول سانسوره څخه دانسانی ويرجنو پيښو ، قربانيانو او هغه پروبلومونو په هکله رپوټ ورکوی چی په مصيبت څپلۍ سيمه کی خلک او دنجات ټيمونه ورسره مخامخ دی.

په دغه پيښه کی دچين دسیاست مدارانو غبرګون هم يو غيرعادی غبرګون بلل کيدای شی په دی مانا چی دپيښی نه دوه ګړی وروسته پخپله لمړی وزير وين ژيا باو په الوتکه کی مصيبت ځبلۍ سيمۍ ته ورځی او شخصا ددغه بحران تنظيمی چاری په غاړه اخلی . طبعا دتلويژیون دکمرو سره خو پخوا به يو سیاست مدار هغه وخت په تلوزیون کی ښکاره کيده چی موضوع حل شوی وه خو داځلۍ داسی نه و .