1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چينايان د امريکايانو په اړه څه فکر کوی

۱۳۸۸ آبان ۲۵, دوشنبه

د Les Echos په نامه فرانسوي ورځپاڼه په یوه تبصره کي وايي چي د ډيرو آسیايانو له نظره چينايان نن ورځ دهغه طرحو استا‌‌زیتوب کوي، چي پخوا به يواځی امریکایانو کاو...

https://p.dw.com/p/KYK8
د شانګهای د ساينس او تخنيک موزيم په تالار کي بارک اوباما د چينايي ځوانانو سره د ليدنه کتني پر مهال
د شانګهای د ساينس او تخنيک موزيم په تالار کي بارک اوباما د چينايي ځوانانو سره د ليدنه کتني پر مهالانځور: AP

مثلاً اقتصادي تحرکات، جاطلبي یا شتمني نن ورځ دچين دولتي پانګوالي نظام د امريکایانو د ليبرال اقتصادي نظام په پرتله په ښه وجه په دې بريالی شوی، چي په نړۍ کي د رامنځ ته شوي مالي بحران او اقتصادي رکود سره مبارزه وکړي.

نو داچي د امريکا دمتحده ایالتونو د بهرنيو چارو وزيره هلري کلينټن وايي، د امریکا د متحده ایالاتو او د چين د ولسي جمهوريت تر منځ اړیکي په روانه پيړۍ کي تر ټولو مهمي دوه اړخيزه اړیکي بلل کیږي ډيره بېځایه او مبالغه آميزه خبره به نه وي. ځکه د امریکا متحده ایالتونه آخرنی پاته ستر ځواک دی او د چین ولسي جمهوريت، چي په روان وخت کي يو ستر سیمه ايز ځواک بلل کیږي، ښايي په راتلونکي کي يو ستر نړیوال ځواک شي.

په روان وخت کي هم دغه دواړه هیوادنه د نړۍ په سیاسي ډګر کي يو ځانګړی ستر نقش لوبوي او د څه مودې راهيسي کله چي ددواړو هیوادنو مشران سره ګوري، د دو هیوادونو د ډلي G2 د سر مشریزي غونډي څخه خبري کیږي.

ولسمشر بارک اوباما نن شانګهای ته درسيدلونه وروسته، په دغه ښار کي دچينايی پوهید و نکو سره چي شمير يې سلهاو ته رسيده،کتلي دي. ددغي کتني څخه د اوباما موخه داوه چي دغه کتنه دوګړو سره ديوې کتني بڼه ولري. په دغه کتنه کي اوباما د ځوانانو پوښتنو ته د امريکا د متحده ايالتونو او چين ده دوه اړخيزو اړیکو او نورو پوښتنو په اړه ځوابونه ووايي.

هسي،چي په سپینه ماڼۍکي ويل شوي، چينایانوته بايد د ا امکانات وای، چي دوی د انټرنيت له لاري د بارک اوباما څخه پوښتني وکړي او دا هم ويل شوي و، چی د شانګهای په ښار کي د اوباماسره د پوهيدونکو دغه کتنه به پرته دهر ډول سانسوره څخه دتلوزيون له لاري په ټول چين کي ښودل کیږي. خو عملاً يواځي په شانګهاي کی ديوه سیمه ايز کانال له لاري، خلکو دغه موضوع کتلای شوای.

د امريکی دمتحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما دشانګهای دشار دپوهيدونکو سره دکتنۍ په وخت کی ويلی دی چی دبشري بنیاد حقونو رعايت يو ېبیعی حق او دټولو دپاره یو منل شوي ارزښت دی.

اوبيا اوباما زياتوی چي دامریکی دمتحده ایالتونه نه غواړی خپل دټولنۍ ارزښتونه په ټولو ومنی خو دبيان او مطبوعاتو آزادی. دسياسی فعالیتونو آزادی ،یا داچی دقانون په مقابل کی ټول انسانان مساوی دی ، ددين او مذهب آزادی يا په یوه ټولنه کی دلږګکیو دحقونو درناوی هغه ار زښتونه دی چي دټولو دباره داعتبار وړدي . بيا اوباما وايی چی مونږ هم پخپله ټولنه کی دغه حقونه او ارزښتونه په مفته سره ندی ترلاسه کړی بلکي دا زمونږ دکلونو کلونو پرله پسی مبارزي محصول بلل کيږي . دانترنيت په هکله اوباما وايی چی په نني نړۍ کی دا دانسانانوترمنځ دتماسونو دنيولو يوه تخنیکي وسيله ده او بايد هرچاته دا حق ومنل شی چی دانترنيت له لاري خپل نظر او افکار نورو ته برملا کړی.

ولسمشر بارک اوباما پخپله وینا کی له دی څخه ښه هرکلی کوی چی چين یو پیاوړی اقتصادی ځواک دی او داچی چین دامریکي دمتحده ايالتونو سره په پراخه توګه په کال کی د ۴۰۰ ملياردو ډالرو په اندازه دسوداګري معاملۍ لری ، له دي څخه دواړه هیوادنه ګټه اخلی . ددواړو هيوادنو ترمنځ ددوه اړخيز ګډ کار په نړی کی دډیرو مسايلو دحل په لاره کی ګټور ثابت شوی اوبيا اوباما دهمدی روان میلادي کال ددسمبر په مياشت کی په کوپن هاګن کی دنړیوال اقليمی کنفرانس په کله وايی چی دنړی داقلیمي وضع دلا خرابيدلاو دمخنوی دپاره عمل دنړیوالو دپاره یوستر چلنج بلل کيږي او نړیوال په دغه کنفرانس کی ګوری چي زمونږ دهیوادنو دريځ به څه وی.

Aldenrath & Agejnturen/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل