1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چيناني ژورناليسته گاو يو، په ۷ کاله بند محکومه سوه

dpa,ape,rtr/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ فروردین ۲۸, جمعه

د چين انتقاد کوونکې ژورناليسته گاو يو، په اووه کاله بنده محکومه سوه. دغه ۷۱ کلنه چي له دويچه سره يې هم کار کاوه دولتي اسرارو ته په خيانت تورنه سوې ده.

https://p.dw.com/p/1F9ph
انځور: picture alliance/AP Photo

د پيکينگ يوې محکمې د ټولنيزو شبکو له لاري ويلي دي چي «گاو په غير قانوني توگه بهرنيانو ته دولتي اسرار ورکړي دي.» د گاو مدافع وکيل گاوس د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي دې خبر «ډېر نا اميده» کړي دي. هغه ويلي دي چي گاو به په دې اړه شکايت وکړي.

پر گاو باندي تور وو چي دولتي اسرار يې تر هيواد دباندي «يوې مرجع» ته ورکړي دي. د راپورونو له مخي دا اسناد په اصطلاح «۹ نمره سند» بلل کېدی. په دې سند کي چي د ۲۰۱۳م کال په اگست مياشت کي په هانگ کانگ کي خپور سوی وو، پکښي کمونيست گوند ته د گواښونو ليست او پر نورو سربيره د غرب په شان د بيان د آزادۍ د خپرېدو د خطرونو او د عامه بشري حقونو په اړه خبرداری ورکړل سوی وو.

جنجالي اعتراف

انتقاد کوونکې چينايي ژورناليسته دغه تورونه نه مني. گاو د تيرکال د اپريل مياشتي په پای کي لادرکه سوه. خو د دغه کال د می مياشتي پر ۸ نېټه د چين د دولتي تلويزيون «CCTV» له خوا داسي يوه ويديو خپره سوه چي گاو خپل ځان پکښي «مجرمه» ښيي. خو وروسته بيا دا خپلو وکيلانو ته وايي چي دا د پوليسو له خوا په دې ډول تر فشار لاندي راوستل سوه چي زوی ته به ئې خطر ور ورسيږي.

د هغې زوی څاو هم د دولتی اسرارو د افشا کولو په تور نيول سوی وو، خو د می مياشتي په وروستيو کي بيا بيرته آزاد سو.

گاو بيا وروسته له څارنوالی څخه غوښتي ول چي اعتراف ئې په دوسيه کي شامل نه کړي. خو محکمې د گاو د ۲۰۱۴م کال د می مياشتي څرگندوني د هغې د محکومېدو له پاره د ثبوت په توگه وړاندي کړي دي.

د بخښني نړيوال سازمان دغه پريکړه «عدالت ته توهين او د بيا پر آزادۍ باندي يرغل» بللې ده.