چاوراکي: بهرني سرتیرو څلور تنه افغان پولیس وژلي
۱۳۹۰ مرداد ۱۹, چهارشنبهد ناټو نړیوال ایتلافي ځواکونه افغانستان کی د زرګونو پولیسو او سرتیرو په روزنه بوخت دي. خو کله نا کله د دواړو خوا له خوا پر یو بل د بې باورې داسې پیښې رامنځ ته کیږي.
د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوي خبر پاڼه کې راغلي چې د سی شنبي په ورځ بهرنیو ځواکونو د کندهار په ارغنداب ولسوالې کي څلور تنه افغان پولیس وژلي او نور دوه تنه یی ټپیان کړي، خو په دې اړه یی نور جزیات نه دي وړاندي کړي.
د ایساف ویاند ویلې چی د پیښه په اړه د ایساف او افغان پوځ له خوا په ګډه پلټنه روانه ده.
د غزني د پولیس مشر ، دلاور زاهد، ویلي چې په دغه ولایت کې د بهرنيو پوځونو د بیا رغوني یو مرکز ته څیرمه د پولینډي سرتیرو او افغان پولیس تر منځ دوه ساعته جګړه شوې.
هغه زیاته کړې چی پولینډو سرتیرو غوښتل چې د پولیسو پوسته تالاشي کړي، خو پولیسو هغوي ته خبردارې ورکړ چی نږدي رانه شي، خو هغوي ونه دریدل. زاهد ویلي چی په پیښه کې یو پولینډي سرتیرې ټپي شوې.
د ایساف ویاند د پيښه پخلې کړې او ویلې چی د بهرنیو ځواکونو او افغان پولیسو تر منځ د سپکو وسلو ۱۵ دقیقو نښته رامنځ ته شوي. همدا راز هغه ویلې چې لمړني رپورټونه ښایی چی لمړۍ ډز د افغان سرتیرو له خوا شوې دي.
اژانسونه/ سید ریاض
کتونکې: نجیب الله زیارمل