1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکی: برمته شوي کسان امریکایي الوتکو وژلي

آژانسونه/ م.ج.۱۳۹۵ تیر ۷, دوشنبه

افغان چارواکو د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې په کندز ولایت کې یو شمیر طالبان او د هغوی له خوا برمته شوي کسان د امریکايي ځواکونو په یوه هوایي برید کې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1JEVW
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د افغانستان په شمال کې د افغان پوځ چارواکي منګل راحت، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «دغه هوایي برید د بهرنیو ځواکونو له خوا د طالبانو پر یوه موقعیت باندې ترسره شوی دی. په دې ځای کې برمته شوي کسان هم ساتل کیدل.»

په دغه هوایي برید کې د طالبانو سیمه ییز قوماندان ملا جنت ګل او د هغه څلور ملګري وژ ل شوي دي. برید چې د یکشنبې په ماښام د کندز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې ترسره شوی، همداراز درې برمته شوي کسان هم وژلي دي. دغه افغانان تر دې مخکې د طالبانو له خوا له سیمې څخه برمته شوي وو.

ملا جنت ګل په کندز ولایت کې د طالبانو د زندانونو مسئول هم وو. خو د کندز ولایت بیا د پښې احوال بل ډول ورکړی دی. د دې ولایت ویاند حمدالله دانش ویلي دي: «برمته شوي کسان د طالبانو له خوا تر هوایي برید وروسته وژل شوي دي ځکه چې هغوی د هوایي برید په پایله کې وارخطا شوي وو.»

ویل کیږي چې اوس هم طالبانو اته نور افغانان له ځان سره برمته کړي دي. دغه کسان د اپریل او مې په میاشتو کې د دې ډلې له خوا نیول شوي وو.

له بلې خوا بیا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د یکشنبې په ورځ د افغان هوايي ځواک په یوه برید کې د طالبانو یو قوماندان او ۱۴ جنګیالي وژل شوي دي. دغه برید هم د کندز ولایت په چهار دره ولسوالۍ کې ترسره شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب