1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: القاعده په لیبیا کې د نوو غړو په لټه کې ده

۱۳۹۰ دی ۱۰, شنبه

امریکایي چارواکي وایي چې القاعدي د لیبیا د پخواني مشر، معمر القذافي، تر وژل کیدو وروسته دغه هیواد ته خپل استازي استولي دي چي د خپلې ډلې له پاره نوي غړي جلب او جذب کړي.

https://p.dw.com/p/13cEU
القاعده تر قذافي وروسته لیبیا کي د ځان له پاره د ځای د پیدا کولو په هڅه کي ده
القاعده تر قذافي وروسته لیبیا کي د ځان له پاره د ځای د پیدا کولو په هڅه کي دهانځور: dapd

دغه امریکایي چارواکی زیاتوي چې القاعده لا اوس هم وخت ته اړتیا لري چي په لیبیا کي د ځان له پاره ځای جوړ کړي.

امریکایي چارواکو له هغه وروسته په لیبیا کي د القاعدي د فعالیتونو په اړه خبري وکړي، چي د سی ان ان تلویزیوني شبکې په یوه رپورټ کې وویل چي القاعدې لیبیا ته خپل غړي د نويو کسانو د جذبولو په موخه استولي دي.

امریکایي چارواکي لیبیا ته د القاعدې د ځینو غړو ورتګ تاييدوي. دغه چارواکي وایي چې القاعدې په لیبیا کې د خپلي افریقایي څانگي «په اسلامي مغرب کي القاعدې» په مرسته هلي ځلي پیل کړي دي.

یوه امریکایي چارواکي چې د نوم د نه اخيستلو په شرط ئې خبري کولې وويل چې القاعده د متحده ایالاتو د لس کلنې جگړې له کبله ډیره ځپل شوې ده او په عربي نړۍ کې کار کولو له پاره لا ډیر وخت ته اړتیا لري. ده زیاته کړې ده چې د القاعدې هڅي خو په عربي نړۍ کې د پاڅونونو تر شعاع لاندي هم راغلي دي.

د دغه امریکایي چارواکي په خبره د قذافي رژیم په ډیر سخت ډول ځپل شوی دئ او پايڅوړ به ئې له القاعدې سره همکاریو ته چمتو نه شي. خو دی وایي چې متحده ایالات په لیبیا کې د القاعدې د هڅو د ړنګولو له پاره د دغه هیواد له چارواکو سره په کار بوخت دي.

د سي ان ان تلویزیون په حواله د القاعدې شبکې مشر، ایمن الظواهري، په خپله په لیبیا کي د عملیاتو د پیل امر کړی دئ. سې ان ان ویلي دي چې د دغو عملیاتو د ترسره کولو مسئولیت د القاعدې یوه بریتانیاوي غړي ته سپارل شوی چې اوس په لیبیا کې دئ. تلویزیون خو دا خبره هم کړې ده چې د القاعدې دغه انګلیسي غړي په لیبیا کي د ۲۰۰ په شاوخوا کي نوي کسان القاعدې ته را شامل کړي دي.

دا په داسي حال کي ده، چي امریکایي چارواکو لا تر اوسه پوري په لیبیا کي د القاعدې له عملیاتو سره د الظواهري د تړاو او په دغه هیواد کي د القاعدې د نوو غړو د شمیرې په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې بیا یوه بل امریکایي چارواکې ویلي دي، چې په لیبیا کې د القاعدې د پرمختګ کومي نښانې نه لیدل کیږي. هغه زیاته کړې ده، چي د لیبیا خلک به القاعدې یا کوم بل تروریستې سازمان ته اجازه ور نه کړي چې د لیبیا راتلونکي ته بدلون ورکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض