1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

څېړنه: د ترافیک شور د وینې فشار لوړوي

۱۴۰۲ فروردین ۱۰, پنجشنبه

یوه نوې څیړنه ښيي چې د ترافيک شور د لوړ فشار په ناروغۍ د اخته خطر سره تړاو لري. د وینې لوړ فشار د زړه د حملې او مغزي سکتې له لويو لاملونو څخه يو بلل کيږي.

https://p.dw.com/p/4PUzO
یوه نوې څیړنه ښيي چې د سړکو شور د لوړ فشار په ناروغۍ د اخته خطر سره تړاو لري.
یوه نوې څیړنه ښيي چې د سړکو شور د لوړ فشار په ناروغۍ د اخته خطر سره تړاو لري.انځور: Colourbox

دا تازه څېړنه د «جی ای سي سي ايدوانډوانسس» په ژورنال کې د مارچ پر ۲۲ مه نيټه خپره شوې ده. «د ورځنۍ روغتیا» په نوم طبي مجلې په وینا که څه هم چې پخوانیو څیړنو د ترافيک د لوړ غږ او د وینی لوړ فشار ترمنځ اړیکه موندلې وه خو دا چې د شور ککړتیا اکثراً د هوا له ککړتیا سره مل وي، نو د وینې پر فشار باندې يوازې د شور اغیز روښانه نه وه.

د پیکینګ پوهنتون د عامې روغتیا د پوهنځي د څيړنو لیکوالانو په وینا، حتی د هوا د ککړتیا په نشتوالي کې، د غږ ککړتیا له کبله د وینې د لوړ فشار خطر پر ځای پاتی دی.

د زړه د ناروغیو د مخنیوي اروپایی ټولنې په  ۲۰۲۱ د زړه او وينې فشار ناروغيو د مخينوي په برخه کې ټینگار کړی چې د چاپیریال ککړتیا سره مخ کیدل چې د زغم تر کچې پورته شور هم پکې شامل دی، د زړه په ناروغۍ د اخته کيدو خطر ډيروي.

اړونده موضوع:د وینې فشار د ټیټولو درې ساده او طبیعي لارې

د دې څیړنې ترسره کولو لپاره، څیړونکو د بريتانيا د «بيوبانک» د اوږدمهاله او پراخې څېړنې څخه  د ۲۵۰ زره  څخه ډیرو گډون کوونکو معاينات چې د وينې لوړ فشار نه یې درلود، واروزل.

د ۸ کلونو له پاره د ګډونوالو د څارلو وروسته، څیړونکو وموندله چې له ۲۱۰ زره څخه زیات کسانو د وينې پر لوړ فشار اخته شوي دي. څیړونکو په دې ترڅ کې موندلې، هغه خلک چې د سړکونو او ترافیک شور ته نږدې ژوند کوي د وینې لوړ فشار په ناروغۍ د اخته کیدو له خطر سره مخامخ دي. د شور یا د ککړتیا زیاتوالی په بدن کې فشار زیاتوي او د وینې فشار لوړوي.

اړونده موضوع: «سپین زهر»، افغانان زیاته مالګه کاروي

هر هغه څه چې په بدن کې ستریس يا فشار لامل کیږي د بيلا بيلو فیزولوژیکي بدلونونو له امله د وینې پر فشار اغیزه کولی شي، لکه د سمپاتيک عصبي سیسټم فعالیت، د سوزش زیاتوالی، یا د اډرینال په هورمونونو کې بدلون.

له دې څیړنې څخه جوته شوه، هغه خلک چې د هوا ککړتیا او ترافیکي شور سره مخ شوي، د وینې لوړ فشار خطر يې ډير درلود.

د ناروغیو د څيړني د »جي بي ډي« پروژې د معلوماتو په حواله چې  په ۲۰۲۰م کال  کې په لانسیټ مجله کې خپاره شوي، د هوا ککړتیا په ۲۰۱۹ کې په ټوله نړۍ کې د ۹ میلیون انسانانو د مړینې لامل شوې چې د اټکل له مخې په هرو ۵ کسانو کې ۳ د زړه او وينې د فشار د ناروغيو، د زړه حملې او فلج کيدو له کبله مړي شوي وو.

زموږ له آرشیف څخه: