1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

څیړنه: افغانستان په نړۍ کي تر ټولو خطرناکه هيواد دی

۱۳۹۷ بهمن ۸, دوشنبه

تیر کال په نړۍ کې لږ کسان د ترهګریزو بریدونو په پایله کې وژل شوي دي. د ترهګریزو بریدونو شمیر هم کم شوی دی، خو په افغانستان کې نه. لاملونه یې د ترهګریزو چارو کارپوه ماتیو هنمان له دویچه ویله سره په مرکه کې په ګوته کړي دي.

https://p.dw.com/p/3CK1E
Nicaragua
انځور: Reuters/Parwiz

په لندن کې د ترهګریزو او ښورښتونو چارو د مطالعاتو مرکز مرستیال ماتیو هنمان، ویلي دي چې په ۲۰۱۸م کال کې ترهکریز بریدونه د ۲۰۱۷م کال په پرتله یو پر دریمه کم شوي دي. دغه سازمان هر کال په نړۍ کې د ترهګریزو بریدونو یو فهرست خپروي. د دې سازمان د وروستي رپوت له مخې په عین حال کې په ټوله نړۍ کې د ترهګریزو بریدونو له کبله د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې کچه هم یو پر څلورمه برخه رالویدلې ده.

ماتیو هنمان، له دویچه ویله سره په یوې مرکې د ترهګریزو بریدونو او د هغوی له کبله د رامنځ ته شویو تلفاتو د کچې رالویدو لامل په اړه وویل: «په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷مو کلونو کې د ترهګریزو بریدونو کچه له دې کبله لوړه وه چې د داعش تر کنترول لاندې سیمو کې لا هم جګړه روانه وه. په ځانګړې توګه بیا په موصل او رقه کې [...] خو په ۲۰۱۸م کال کې بیا دغه ډول همغږي شوي بریدونه په دې او ورته نورو سیمو کې موجودې نه ول.»

دغه کارپوه وایي چې په سوريه او عراق کې د بریدونو کمیدل د دې لامل شول چې په ټوله نړۍ کې د ترهګریزو بریدونه کچه راولویږي. د دې لامل تر ټولو لومړی د داعش ترهګرې ډلې ځپل کیدل دي.

څیړنه ښيي چې اوس هم په نړۍ کې د تاوتریخوالي رامنځ ته کیدونکي ډیرې پیښې «افراطي اسلامپاله ریښې» لري خو هنمان روښانوي چې د ښې اړخو افراطیانو له خوا د تاوتریخوالي رامنځ ته کیدو یو پوتانسیل هم موجود دی.

ماتیو هنمان ټینګار کوي چې که څه هم داعش ډله تیر کال ځپل شوې، خو بیا هم د بریدونو ترسره کولو وړتیا لري. هغه زیاتوي: «دا به یوه لویه اشتباه او ناسم باور وي چې سړی فکر وکړي چې داعش ماتې خوړلې ده. که څه هم دغي تروريستي ډلي د خپلو سیمو یوه لویه برخه له لاسه ورکړې ده خو بیا هم دغه ډله تیرکال د وژنو د شمیر په پام کې نیولو سره په نړۍ کې تر ټولو وژونکي ډله وه.»

افغانستان د نړۍ تر ټولو خطرناکه هیواد

د دغه کارپوه له نظره داعش نه یوازې په سوريه او عراق کې ګواښ رامنځ ته کوي، بلکي په افغانستان، سویلي افریقا، یمن، سومالیا او د اسیا په سویل ختیځ کې فعاله ده.

د هنمان په حواله، یوازې طالبان کولی شي د داعش ترهګرې ډلې په اندازه خطرناکه ووسي. هغه وویل: «طالبان په ۲۰۱۸م کال او تر هغه په مخکې کال کې د دوه برابره تلفاتو مسئول ول. په ځانګړې توګه د افغان امنیتي ځواکونو تلفات ډېر ول.»

له همدې کبله افغانستان په ۲۰۱۸م کال کې د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو د کچې له لحاظه، تر سوریې مخکې د نړۍ د تر ټولو خطرناکه هیواد په توګه درجه بندي شوی دی.

مرکه: راحیل کلاین