1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څنګه مې زړه بایلود؟

۱۳۹۰ خرداد ۳۰, دوشنبه

« په کوچینیوالي کې مې ډیره هیله لرله چې نوم مې په اخبار کې راشي. زموږ ښوونځي ته به وړانګه ورځپاڼه راتله. د چا نوم به چې د هغه له شعر یا مقالې سره لیکلی و، ما ته تر هر چا بر او مهم کسان ښکاریدل.»

https://p.dw.com/p/11czL
علم ګل سحر د ادبياتو په اړه د يوې غونډې پر مهال
علم ګل سحر د ادبياتو په اړه د يوې غونډې پر مهالانځور: DW

دا د علم ګل سحر د ماشومتوب يوه خاطره ده. سحر اوس پخپله ليکوال او ژورناليست جوړ شوی دی. نوموړی د بېلابېلو ادارو کارکونکی، د مختلفو مجلو چلونکی او له رسنيو سره تل همکار پاتې شوی دی. علم ګل سحر، د «دويچه ويلې»- المان ږغ راډيو- د « د واوره او زده کړه» خپروني ته د « روغتيا، ملگري او فټبال» راډيويي ډرامې لیکلې دي. « د دي ډرامې اتل صمد یو ۲۸ کلن ځوان دی، چې په جګړو کې معیوب شوی دی. دی له څو کلونو نه وروسته خپل کلي ته راستون شوی. کور یې په جګړو کې ویجاړ شوی. باغ یې هم بل کلیوال قبضه کړی دی. دا چې په کلي کې څه ورته پیښیږي، او صمد د دغه برخلیک سره سره څنګه خپل ژوند پر مخ بیایی د واوره او زده کړه د خپرونو په سږنۍ لړۍ کې به يې واورۍ.».

خو د ليکوال علم ګل سحر په شخصي ژوند کې څه پېښ شوي دي؟ علم ګل سحر، په کال ۱۹۶۳ د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د اسلام خېلو په کلي کې زېږېدلی. زده کړې یی د زرملي باتور ښوونځي کې پیل کړې او بیا د غزني د شېخ عطار له لیسې څخه فارغ شو. لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي نه ترلاسه کړي. یوازې مشر ورور یې چی د کورنۍ يوازنی با سواده غړی و، دی زده کړې او تحصیل ته هڅواوه.

«د سپوږمۍ ښکالو » ، « د لمر جنازه» ، «د پاریال خوبونه»، «پاس سپوږمۍ ده»، « لا هم څارمه ستا لارې» د علم ګل سحر شعري ټولګې دي چې خپرې شوې دي. څو نورې شعري ټولګې یې هم د چاپ لپاره چمتو دي، چې یوه یې د ماشومانو لپاره شعرونه دي.

خو د شعر تر څنګ سحر نثر ليکنې ته هم مخه کړې ده: «وروسته له هغه چې د خپلو افکارو د بیانولو لپاره د شعر ډګر راته تنګ ښکاره شو، په ۱۳۷۰ کلونو کې مې داستان لیکل هم پیل کړل. په ۱۳۷۷ کال کې مې یوه داستان د کال دغوره داستان جایزه هم وګټله. او بیا مې د «مینه او جګړه» په نامه یو ناول هم ولیکه، چې په ۱۳۸۶ کال کې چاپ شو».

د ده د کیسو لومړۍ ټولګه د « مینه او وسواس» تر سر لیک لاندې خپره شوی ده. « شیطان څراغ» او « د مینې روغتون » د طنزیه کیسو ټولګی دي چې خپرې شوې دي. دوه د متلونو کیسې ټولګې یې هم چاپ شوې دي. یو ناول یې چې د « د آنار تر ونه لاندې د تورنتو اوښکې » نومیږي، له دری ژبې ژباړلی چې مینه والو ډېر خوښ کړی دی.

په ۱۳۷۲ کال کې یې د «نیکمرغه کورنۍ» په نامه یوه ډرامه ولیکله. بیا یې په ۱۳۷۶ کال کې د يوې نړيوالې راډيو لپاره د ماشومانو برخې ته څو ډرامې ولیکلې. له هغه وروسته يې په سلګونو ډرامې ولیکلې. سحر د آلمان ږغ راډيو د واوره او زده کړه د ډرامو د سږنۍ لړۍ له ليکونکو څخه دی.

ليکونکی: علم ګل سحر

کتونکی: نسيم صابر