1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«څلورلکه کسيز ځواک به د ټاکنو امنيت ساتي»

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ آذر ۱۹, سه‌شنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چي د راتلونکي کال د انتخاباتو د امينت ساتلو له پاره يې په کافي اندازه سره تياری نيولی دی او په ټاکنو کي به د خلکو د ګډون حضور هم تر نورو وختونو ډېر وي.

https://p.dw.com/p/1AWEE
افغاان امنيتي ځواک
انځور: Getty Images/Afp/Rahmatullah Alizada

په پلان کي ده چي نزدې ۴۰۰ زره امنيتي ځواک به د راتلونکي کال د انتخاباتو امنيت ټينګ کړي. د افغانستان د کورنيو چارو وزير محمد عمر داوودزي د ناټو غړو هيوادونو ته ډاډ ورکړی دی چي په دې اړه يې ځانګړی تياری نيولی دی.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سمبر ۱۰) په کابل کي يوې خبري غونډي ته وويل: «د ټاکنو د امنيت ساتلو پر پلان باندي کار روان دی. هغه کمېسيون چي په کورنيو چارو وزارت کي جوړ سوی دی دنده لري چي ټول هغه چلينجونه چي د ټاکنو په مخکي پراته دي له منځه ليري کړي.»

د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کي د غزني ولايت په يو شمېر ولسواليو کي انتخابات تر سره نه سول. خو اوس د کورنيو چارو وزارت وايي چي د دغه ولايت اوسېدونکي د انتخاباتو د ترسره کولو غوښتنه کوي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم ډاډ ورکړی دی چي د دغه کمېسيون او امنيتي چارواکو تر منځ ښه همږغي موجوده ده، او په پلان کي ده چي د ټاکنو ټول مراحل به له پلان سره سم تر سره سي.

د کورنيو چارو وزارت وايي چي د ملي پوليسو او ملي پوځ ځواکونو عمليات په هغو سيمو کي ورځ تر بلي زیاتيږي چي طالبان سره راټوليږي.

د دغه وزارت وياند صديق صديقي وويل: «زموږ ارزوني ښيي چي د راتلونکي کال ټاکني به د ۲۰۰۹ کال په پرتله سرتاسري تر سره سي. زموږ او هغه کمېسیون چي د ټاکنو د امنيت ساتلو له پاره جوړ سوی دی ارزوني ښيي چي په روان وخت کي له کوم عمده چيلينج سره نه يو مخامخ.»

د کورنيو چارو وزارت وايي چي اوس په کونړ، نورستان، لوګر او هلمند ولايتونو کي د ملي اردو او ملي پوليسو عمليات روان دي. صديقي وويل د هلمند ولايت په دوو ولسواليو ديشو او باغران کي چي ډېر طالبان دي په پلان کي ده چي هلته هم عمليات پيل سي او دغي سيمي له طالبانو څخه پاکي سي.

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چي په روان وخت کي د ټاکنو نزدې ۲۰۰ مرکزونه د پوليسو په کنترول کي نه دي او اوس په دغو ځايونو کي انتخاباتي فعاليتونه نا ممکن دي. خو صديقي وايي چي هڅي رواني دي تر څو تر راتلونکو څلور مياشتو پوري دغه سیمي هم په امن کي سي او خلک یې وسي کولای چي په ټاکنو کي ګډون وکړي.

د کورنيو چارو وزارت وايي چي يوازي په تيره اوونۍ کي له ملي اردو سره په ګډه ۳۸ عمليات ترسره کړي دي. د دوی په خبره په دغو عملياتو کي ۲۳ تنه طالبان نيول سوي ۳۲ تنه وژل سوي او په مختلفو سيمو کي ۸۷ ماينونه کشف سوي دي.