1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څارونکي د الوتکې د رالویدو سیمې ته رسیدلي دي

سید ریاض/ آژانسونه۱۳۹۳ تیر ۲۸, شنبه

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان څارونکي د اوکراین په ختیځ کې د رالویدلې مالیزیایي الوتکې سیمې ته ورسیدلي دي. تیره ورځ د پیښې ځای ته د وسله کسانو له لوري د څارونکو د ورتگ مخه نیول شوې وه.

https://p.dw.com/p/1CfRf
انځور: picture-alliance/dpa

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) د اوکراین په ختیځ کې لا دمخه خپل څارونکي لري. د نوموړي سازمان یو ۲۵ کسیز ټیم د جمعې په ورځ هڅه کړې وه، هغې سیمې ته ورشي چیرې چې د مالیزیایي هوایي شرکت بوینگ مسافر وړونکي الوتکه رالویدلې ده. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې په دغه ځای کې د الوتکې ټوټې د څو کیلومترو په واټن کې خورې ورې پرتې دي.

دغه سیمه د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو له لوري کنترولیږي. تر دې دمخه د پیښې ځای ته د څارونکو د ورتگ په هکله بیلتون غوښتونکو موافقه کړې وه. د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان ویلي دي، داسې نخښې نښانې شته چې د پیښې له ځای څخه دې پاتې شونې او مواد بل ځای ته انتقال شوي وي او په وینا یې د پیښې ځای هم خوندي شوی نه دی.

امریکا متحده ایالاتو او نړیوالو مشرانو د مالیزیایي ۷۷۷ بوینگ ډوله مسافر وړونکې الوتکې د ویشتل کیدو په هکله د بیړنیو څیړنو د تر سره کیدو غوښتنه کړې ده. دغه الوتکه د پنجشنبې په ورځ له امستردام څخه د کوالالمپور پر لور روانه وه. په الوتکه کې ټولې ۲۹۸ سپرلۍ وژل شوي دي. امریکا متحده ایالاتو او بریتانیې ویلي دي چې عملا د یاغیانو له خوا د کنترولیدونکي سیمې څخه په احتمالا له ځمکې څخه هوا ته توغندی توغول شوی دی.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان یوه څارونکي میخایل بوچیرکیف، د جمعې په ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: «له بده مرغه ماموریت ستونزمن کیږي. د پیښې ځای ته له رسیدو سره سم... موږ له داسې وسله والو کسانو سره مخامخ شو، چې ډیر په بې ادبانه او غیرمسلکي توگه یې چلند کاوه. حتی یو شمیر یې مست بریښیدل.» وسله والو کسانو ادعا کړې ده چې د الوتکې د پرواز د ثبتولو دواړه آلې یې موندلي دي.

د جمعې په ورځ د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل په بیړنۍ توگه د اوکراین په ختیځ کې د جگړې د بندیدو غوښتنه کړې وه. میرکل ویلي وو: «هغه څه چې اوس مهم دي په دغه ځای کې د عاجلو او بې پرو پلټنو تر سره کیدل دي. د دې له پاره اوربند ته اړتیا ده، البته دا مسئله هم مهمه ده چې مسؤل کسان باید د قانون منگولو ته وسپارل شي.»

په ملگرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویتالي کلیچکو «د رامنځ ته شوې پیښې په هکله د بې طرفه او آزادو څیړنو د تر سره کیدو غوښتنه کړې ده.» د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي چې دی د اوکراین له ولسمشر پېترو پورو شینکو سره په تماس کې دی چې «اوږدمهاله سوله» رامنځ ته کړای شي.

هغه یو پیغام چې گمان کیږي د اوکراین په ختیځ کې دې د بیلتون غوښتونکو د یوه مشر وي، ښيي چې دغه الوتکه د جنگیالیو له لوري له دې کبله چې هغوی گمان کاوه د اوکراین ترانسپورتي الوتکه ده، په غلطۍ سره ویشتل شوي وي.

اوکراین د پلټنو په برخه کې د ملگرو ملتونو، امریکا متحده ایالاتو او د اروپا د فضايي امنیت له سازمان او همداشان د بوینگ الوتکو د جوړولو له شرکت، مالیزیا او هالنډ څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ورځ د آلمان له صدراعظمې انگلا مېرکل او د بریتانې او آسترالیا له لومړیو وزیرانو سره خبرې اترې کړي دي، چې څرنگه د الوتکې راچول کیدو ته غبرگون وښوول شي. زیاته شوې ده اوباما ویلي دي چې په ظاهري توگه د الوتکې ویشتل کیدل د اروپا له پاره «د ویښولو د خبرداري» په معنی دی، په ځانگړې توگه د اوکراین په کړکیچ کې.