1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پینا نیتو د مکسیکو د اقتصاد د پیاوړي کولو خبره کړې

۱۳۹۱ آذر ۱۲, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16uOM

د مکسیکو نوي ولسمشر اینرکي پینا نیتو، اعلان کړی دی چې د هغه له مهمو اهدافو څخه د بانډونو تر منځ د جگړو له منځه وړل او د هیواد اقتصاد پیاوړي کول دي. نوي ولسمشر د خپل کار د پیل په لومړۍ ورځ په مکسیکو ښار کې وویل چې په تیرو کلونو کې دولت په ډیرو برخو کې پر شا تگ کړی او په دې ترتیب په هیواد کې لاقانونیت او تاوتریخوالی ډیر شوی دی. هغه پر دې خبره ټینگار وکړ چې د هغه د دولت لومړنۍ هدف به دا وي چې یو ځل بیا مکسیکو ته سوله راولي.