پکتیکا: یوه پولیس خپل نهه تنه همکاران ووژل
۱۳۹۱ فروردین ۱۱, جمعهاعلان
افغان پولیسو په حواله د پکتیکا په ولایت کې یوه پولیس پر خپلو ملگرو ډزې کړي دي او نهه تنه نور پولیس ئې وژلي دي.
د نوموړي ولایت د امنیې قوماندان دولت خان، ویلي دي چې پېښه د جمعې په ورځ د یحی خیلو په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د یحی خیلو ولسوال هم پېښه منلې ده او ویلي ئې دي چې دغه نهه تنه محلي پولیس د خپل یوه همکار له خوا د شپې د خوب په حالت کې په ډزو ویشتل شوي دي.
برید کونکی چې نوم ئې اسد الله ښودل شوی دئ په تېښته بریالی شوی دئ.