1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پټ رپوټ: افغان پوځ هر کال دريمه برخه سرتېري له لاسه ورکوي

۱۳۹۴ دی ۱۹, شنبه

ناټو د يوه رپوټ له مخې په افغانستان کې د امنيتي وضعيت د لا ډېر خرابېدلو انتظار لري. سربېره پر دې افغان پوځ د دغه رپوټ په قول کال په کال دريمه برخه سرتېري له لاسه ورکوي.

https://p.dw.com/p/1Hafl
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

په مليارډونو ډالرو نړيوالو مرستو تمويل شوې د افغانستان ملي اردو د ناټو ټلوالې د اټکل له مخې اصلاً دې ته چمتو نه ده چې خپله دنده سمه مخ ته بوزي. دغه خبر د آلمان د «دېر شپيګل» هامبورګ مېشتې مجلې د شنبې په ورځ ورکړی دی. مجله د ۲۰۱۵ کال د ناټو د يوه محرم رپوټ په استناد دغه خبره کړې ده.

د ناټو په رپوټ کې داسې راغلي دي چې د افغان ملي اردو د پلي ځواک له ۱۰۱ واحدونو څخه يوازې يو واحد «جګړې ته چمتو» دی. په ۳۸ نورو واحدونو کې بيا «خورا ډېرې ستونزې» موجودې دي، په داسې حال کې چې لس کنډکونه چې هر يو يې ۶۰۰ عسکر رانغاړي، د رپوټ له مخې هيڅ خپلې دندې ته چمتو نه دي. د شپيګل مجله وړاندې کاږي چې د ناټو د لوی قوماندان، جان کېمبل د يوه رپوټ له مخې د هېواد په جنګ ځپلي سويل کې وضع خورا کړکېچنه ده.

د يو کال مخکې په پرتله د افغان پوځ تلفات ۴۲ سلنه ډېر شوي دي

په کندهار او زابل ولايتونو کې د ځای پر ځای شوي ۲۰۵ قول اردو له ۱۷ کنډکونو څخه يوازې ۱۲ په ځينو محدوديتونو سره دندې ته چمتو دي. سربېره پر دې د افغانستان وسلوال ځواک ته اوښتي تلفات هم راځي، چې ۸۰۰۰ تنو ته رسيږي او د يو کال مخکې په پرتله ۴۲ سلنه زياتوالی پکې راغلی دی. د لوی شمېر تښتېدلو عسکرو سره يو ځای چې د افغانستان ملي اردو ته يې شا کړې ده، پوځ کال په کال د عسکرو دريمه برخه له لاسه ورکوي.

د افغانستان امنيتي وضعيت په دې وروستيو کې يو ځل بيا ډېر زيات خراب شوی و. د دې له پاره چې د اسلامپالو طالبانو له خوا د افغانستان د بې ثباته کېدلو مخه ونيسي، د ناټو ټلواله په افغانستان کې خپل حضور اوږد کړی دی. د آلمان پوځ بيا په دغه ماموريت کې تر ۹۸۰ پورې آلماني عسکر په افغانستان کې په دندو ګمارلي دي.